د طالبانو د کډوالو په چارو کې د عالي کمېسیون لهخوا وړاندې شوې شمېرې، چې آمو ترلاسه کړې دي، ښيي چې په تېرې اوونۍ کې (د زمري له ۴مې تر ۱۰مې) ۸۵زره او ۳۱۲ افغان کډوال له ایرانه ایستل شوي او هېواد ته ستانه شوي دي.
یاد افغان کډوال د هرات ولایت له اسلامکلا او د نیمروز ولایت د ورېښمو پل له لارو څخه هېواد ته راغلي دي.
په همدې موده کې له پاکستانه هم ۳زره او ۱۸۹ تنه، یا خو په زوره او یا په خپله خوښه،ایستل شوي دي.
د معلوماتو له مخې، له پاکستانه شړل شوي کډوال د تورخم او سپینبولدک له پولو هېواد ته راستانه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو وزارت چارواکو د دې وزارت د کلني راپور ورکولو غونډه کې په کابل کې ویلي چې په وروستیو دریو میاشتو (ثور، جوزا او سرطان) کې له ایرانه ۱.۸ میلیونه تنه افغانان شړل شوي دي.
له بلې خوا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په یوه وروستي راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر له ۱۵مې څخه تر د روان میلادي کال د جون تر ۳۰مې پورې، نژدې ۱.۲ میلیونه افغانان له پاکستانه بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.
سره له دې، دواړه هېوادونه (ایران او پاکستان) لا هم د افغان کډوالو د شړلو بهیر ته زور ورکړی دی. یو شمېر راستانه شوي کډوال وایي چې د زوري شړلو پر مهال له “وهلو ټکولو، د شتمنیو د نیولو، غیر انساني چلند او سپکاوي” سره مخ شوي دي.
