رسنۍ

سرچینې: دوه خبریالان له یوې اوونۍ راهیسې د طالبانو په بند کې دي

باوري سرچینې آمو ته وايي چې د هېواد دوه خبریالان، بشیر هاتف او شکیب احمد نظری، له یوې اوونۍ څخه زیاته موده کېږي چې د طالبانو په بند کې دي.

دغه دواړه خبریالان د هېواد له بېلابېلو رسنیو سره د کار تجربه لري. سرچینې وایي، دوی د تېرې اوونۍ په پنجشنبه د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر لخوا په کابل کې نیول شوي او دا مهال د طالبانو د استخباراتو تر توقیف لاندې دي.

ښاغلی هاتف پخوا د ژوندون ټلویزون سره د کار تجربه لري، او ښاغلی نظری له جاپاني ټلوېزیون «آی۲۴» سره کار کړی. د سرچینو په وینا، دا دواړه کسان د افغانستان له یو خبري بنسټ سره د همکارۍ په تور نیول شوي دي.

په ورته وخت کې، طالبانو په وروستیو اونیو کې د خبریالانو او رسنیزو فعالانو د نیولو لړۍ چټکه کړې ده.

سرچینې زیاتوي، چې د طالبانو استخباراتو او د امر بالمعروف وزارت له‌خوا یو ګډ واحد جوړ شوی چې دا ډول نیونې ترسره کوي.

سرچینو دا هم ویلي، چې دا کسان د ابوذر صارم سرپلي، چې د افغانستان د رسنیز بنسټ، د توانا خبري آژانس او د افغان ښځینه خبریالانو د شبکې مسؤل دی، سره یو ځای نیول شوي دي. طالبانو ویلي چې ښاغلی سرپلی یې د «اخلاقي فساد او له بهرنيو استخباراتو سره د اړیکو» په تور نیولی دی.

ښاغلی هاتف تر دې وړاندې هم، د ۱۴۰۳ لمریز کال په حمل میاشت کې د طالبانو له‌خوا نیول شوی و او شاوخوا شپږ ساعته تر نظارت لاندې ساتل شوی و.

د طالبانو له واک ته رسېدو راهیسې، له ۵۰۰ زیاتې پېښې د خبریالانو د نیونې، تاوتریخوالي او ګواښ راپور شوي، چې په ډېری مواردو کې د طالبانو استخبارات او د امر بالمعروف وزارت ښکېل بلل شوي دي. په همدې حال کې، افغانستان د بیان ازادۍ له نړیوال مقامه ښکته رتبو ته غورځېدلی دی.