کډوالو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د کمېسیون تازه شمېرې ښيي، چې له ایرانه د راستانه کېدونکو افغانانو په شمېر کې له پنځوس سلنې ډېر کموالۍ راغلی دی.
د دې کمېسیون د معلوماتو له مخې، د روانې میلادي میاشتې په پیل کې د بېرته راستانه کېدونکو شمېر شاوخوا دېرش زرو کسانو ته په ورځ کې رسېده، خو د دې میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې تر ټولو لوړه ورځنۍ شمېره له دیارلس زرو کسانو ډېره نه وه.
له بلې خوا، یو شمېر بېرته راستانه شوي افغان کډوال آمو ته وايي چې د ایران حکومت د کارخونو مالکانو ته ویلي چې له اسنادو پرته کډوال په کار کې مه نیسئ.
له ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ لا هم روانه ده او هره ورځ زرګونه افغانان له دغه هېواده په زور سره ایستل کېږي او د اسلام قلعې له لارې، افغانستان ته را اوړي.
د دوی د راستانه کېدو کیسه ډېره سخته او له ننګونو ډکه ده. له څېرو ښکاري چې ستړي دي او په خاورو او دوړو ډکو جامو سره، خپل وطن ته را اوړي. په ډکو زړونو او له اسوېلو سره وایي، چې له کومې ګناه پرته ونیول شول او په جبر سره را وشړل شول.
له ایرانه راستون شوی افغان کډوال، میلاد یاوري، وايي: «په ایران کې حالت ډېر خراب دی، هره ورځ مامورین راځي او له کوره، د کار ځایونو څخه افغانان، که اسناد ولري او که نه، له ځان سره بیایي، له کارهیې شړي، توهینیې کوي، ځورويیې او چیړي يې. موږ د ایران له خلکو نه شکایت لرو، خو د هغوی مامورین ډېر بد چلند کوي.»
بل خوا، کډوالو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د کمېسیون شمېرې ښیي، چې د تېرو ورځو په پرتله له ایران څخه د افغان کډوالو په راستنېدو کې د پام وړ کموالۍ راغلی دی.
د دې کمېسیون د شمېرو له مخې، د روانې میلادي میاشتې په پيل کې هره ورځ نږدې دېرش زره افغانان د اسلام قلعې له لارې افغانستان ته را اوښتل، خو د دې میاشتې په وروستۍ اونۍ کې دا شمېره اووه زره کسانو ته په ورځ کې رسېدلې ده او د همدې اونۍ په سه شنبې ورځ، د راستنېدونکو افغانانو تر ټولو لوړه شمېره دیارلس زره کسان و.
خو یو شمېر راستانه شوي افغان کډوال، لا هم په ایران کې د افغانانو له بد وضعیته روایت کوي او وایي چې، ایراني چارواکو د کارخونو ټولو مالکانو ته ویلي، چې له بې اسناده افغانان په کار و نه ګماري.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې یوازې په تېرو درې میاشتو کې، یو اعشاریه اته ملیونه افغانان له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوې دي. اکثره دغه افغان کډوال، چې له کلونو کلونو وروسته، خپل اصلي ټاټوبي ته راګرځېدلې دي، اوس د سرپناه او د کار د نشتوالي اندېښنه لري.
