افغانستان

بېوزلي او لوږه؛ د افغانانو د ژوند پروړاندې دوې جدي ننګونې

هرات ښار. د ۱۴۰۱ کال د تلې میاشت

په دې وروستیو کې په افغانستان اقتصادي ستونزو، بېوزلۍ او وزګارۍ د بل هر وخت په پرتله زیاتوالی موندلی او کم شمېر کورنۍ د خپل ژوند لګښتونه برابرولای شي.

د عبدالظاهر کیسه

۷۰ کلن عبدالظاهر چې د شپږ کسیزې کورنۍ سرپرست دی یو له هغو کسانو دی چې د ژوند له ناوړه وضعیت او کمزوري اقتصاد څخه شکایت لري.

هغه چې د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ اوسېدونکی دی له څو کلونو راهیسې د بېوزلۍ له امله اړ شوی او هرات ښار ته راغلی دی.

عبدالظاهر چې له ۸ کلونو راهیسې د هرات ښار پر واټونو له خپلې لاسي کراچۍ سره کار کوي په دې وروستیو کې ترټولو کم عاید لري.

هغه له سهاره تر ماښامه له خپلې لاسي کراچۍ سره د هرات په واټونو کې کار پسې ګرځي؛ خو له بده‌مرغه بخت یاري نه ورسره کوي او هره ورځ یوازې ۱۰۰ افغانۍ عاید لري چې ان خپلې شپږ کسیزې کورنۍ ته وچه ډوډۍ نه شي پرې برابرولای.

د عبدالظاهر په څېره کې د وزګارۍ او بېوزلۍ له امله غم او اندېښنه ښکارېږي، هغه وایي چې د نورو لګښتونو ترڅنګ هر میاشت باید د کور ۳ زره افغانۍ کرایه هم ورکړي.

عبدالظاهر او ملګري یې هرات ښار کې د کار په حال کې

عبدالظاهر وایي: «په ورځو ورځو د دې په فکر کې یم چې د خپلو ماشومانو او مېرمنې د شپې ډوډۍ څنګه چمتو کړم، هېڅ کار نشته توکي هم ګران شوي دي، په ډېر ناوړه وضعیت کې یم، له حکومته (د طالبانو له ادارې) مې غوښتنه دا ده چې زما او زما په څېر کسانو ته د کار زمینه برابره کړي د بېوزلو لاسنیوی وکړي ترڅو هغوی شپې ورځې په لوږه تېر نه کړي.»

د بېکارۍ او بېوزلۍ دردونکې کیسه یوازې د دغه سپینږیري د ژوند کیسه نه ده؛ بلکې په ټول افغانستان کې د هغه په څېر زرګونه کسان او کورنۍ دي چې د شپې لپاره د یوې نمړۍ ډوډۍ پیدا کولو ته په تمه دي او له خپل نامالومه راتلونکي اندېښمن دي.

د ملګروملتونو سازمان په دې اړه وویل چې اوسمهال د افغانستان ډېری اوسېدونکي «د لوږې او قحطۍ له خطر» سره مخ دي.

د هرات ښار یوه څنډه. عبدالظاهر او ملګري یې د کار په تمه

د ملګرومتلونو سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام ته ورته بنسټونو تېر یوه کال کې څو ځله خبرداری ورکړ چې د افغانستان ټولنې تر نیمایي زیات بشري مرستو ته اړتیا لري او له افغانانو سره د مرستندویه سازمانونو، بنسټونو او هېوادونو له خوا د مرستې غوښتنه یې کړې ده.

اخوا د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي هم اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وايي، چې د پاملرنې نشتون په صورت کې به راروان ژمی د افغانانو لپاره له ناورینه ډک وي.

د کابل ښار اوسېدونکي جلال‌الدین وایي: «له کله چې طالبان راغلي وضعیت خراب شوی وزګاري زیاته شوې او د توکو بیې لوړې شوې، له طالبانو غواړو چې د خلکو لپاره د کار زمینه برابره کړي.»

د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار اوسېدونکی عبدالاحد هم وایي: «کور کې له لس تر یوولسو کسان دي سهار وختي ښار ته راځم؛ خو په تشو لاسونو کور ته ستنېږم اولادونه مې په تمه دي چې پلار مو څه راوړي. حیران پاتې یم څه وکړم، له موسسو او خیریه بنسټونو غواړم چې له موږ او نورو بېوزلو سره مرسته وکړي.»

د مرستندویه بنسټونو د څرګندونو له مخې افغانستان کې اړمن په راروان ژمي کې د ژوندي پاتې کېدو لپاره خوړو، ګرمو جامو او سرپناه ته اړتیا لري چې باید موږ ملاتړ ترې وکړ.

په افغانستان کې د بېوزلۍ په اړه د اندېښنې وړ شمېرې

د یادولو ده چې اوچا یا د افغانستان لپاره د ملګروملتونو سازمان د مرستو د همغږۍ دفتر، تازه ویلي چې نولس میلیونه افغانان د خوراکي توکو له خوندیتوب له نشتوالي سره مخ دي او ددې هېواد ۲۵ میلیونه وګړي په بېوزلۍ کې ژوند کوي.

د دې ترڅنګ اوچا زیاته کړې چې په افغانستان کې ۵ اعشاریه شپږ میلیون تنه، له اوږدې مودې راهیسې په بې کورۍ کې ژوند کوي.

 د مدني تولنې فعالین هم د اوسني وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې سیاسي ناخوالې، د منظمو اقتصادي سیاستونو نشتوالی او له افغانستان سره د نړۍ د تعامل نه شتون، د بېوزلۍ لامل شوی او زرګونه افغانان له ناوړه وضعیت سره مخ دي.

بېوزلي او وزګاري د دې لامل شوې چې خلک د پیسو د ترلاسه کولو لپاره بېلابېلو کارونو ته مخه کړي

هرات کې د مدني ټولنې فعال سید اشرف سادات وایي: «ترڅو چې د مرستې رسوونې بهیر په روڼتیا سره ترسره نه شي او سمه اقتصادي کړنلاره پیل نه شي، د خلکو اقتصادي وضعیت لا خرابېږي چې دا به په افغانستان لا زیاتو بشري ناورینونو ته زمینه برابره کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ملګروملتونو سازمان د نړیوالې پراختیایي ادارې د خبرو پربنسټ، تېر کال د افغانستان اقتصادي وده ۲۰ سلنه کمه وه؛ داسې حال چې سږ کال د اقتصادي انزوا له امله ۵ سلنه نوره هم کمه شوې ده.