امنیت

طالبان: د غلو یو بانډ چې له ۱۰۰ يې ډېر موټرونه غلا کړي، نیول شوی دی

کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند، خالد ځدراڼ وايي، د غلو یو لوی باڼد، چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې تر ۱۰۰ ډېر موټرونه غلا کړي، نیول شوی دی.

ښاغلي ځدراڼ، د دوشنبې په ورځ پر ایکس لیکلي، چې دغه بانډ د طالبانو تر واک لاندې کابل امنیې قوماندانۍ د ۱۵مې حوزې پولیسو له لوري نیول شوي دی.

د هغه په وینا، په دغه بانډ کې نه یوازې د موټرو اصلي غله، بلکې هغه همکاران هم شامل دي چې غلا شوو موټرونو ته یې جعلي شاسي نمبرونه او رنګونه بدلول.

خالد ځدراڼ زیاته کړې: «د نیول شوو کسانو سره شاوخوا ۳۰ موټرونه، د موټرو اسناد، شاسي نمبرونه او ځینې نور توکي هم نیول شوي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تل په ټول هېواد کې د بشپړ امنیت د تأمین ادعا کړې ده.