په کابل کې د ایران ډیپلوماټیک استازولۍ ویلي، چې د دې دفتر مشر علیرضا بیګدلي د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو له وزیر عبدالمنان عمري سره لیدلي، او د دواړو خواوو تر منځ د کار او ټولنیزو چارو په برخه کې د دوهاړخیزو همکاریو پر پراخېدو خبرې شوې دي.
دغه استازولي په ایکس کې لیکلي، چې دواړو لورو د یوې تفاهملیک د وروستۍ پای ته رسولو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
د دغه تفاهملیک له مخې، افغان وګړي کولای شي د ایران له کارکوونکو څخه د رسمي کاري جواز په ترلاسه کولو سره په قانوني توګه په هغه هېواد کې کار وکړي.
همداراز، د دې جواز پر بنسټ، افغان وګړو ته د ویزې او قانوني اقامت د صادرېدو زمینه هم برابریږي.
کارپوهان دغه پرمختګ د افغان کډوالو د کاري حقونو د خوندیتوب او د دوی د کار موندنې د سمون په لور یو مهم ګام بولي او زیاتوي چې دا اقدام د افغان کارګرو لپاره نوې هیلې را ژوندۍ کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې ایران په دې وروستیو کې د افغان کډوالو او کارګرانو د جبري ایستلو لړۍ چټکه کړې ده.
ځینې راستانه شوي کډوال وايي، سره له دې چې د ویزې او قانوني اقامت اسناد یې درلودل، خو بیا هم د ایران پولیسو نیولي او په زور ایستل شوي دي.
