د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) استازی، اندریکا راتواته، ویلي چې د اقلیم بدلون ناورین د دغه هېواد د خلکو د ژوند معیشتونه او طبیعي زېربناوې سختې اغېزمنې کړې دي.
نوموړي خبرداری ورکړی، که بېړني اقدامات و نه شي، نه یوازې افغانان، بلکې د سیمې او نړۍ بشري ټولنه به له جدي ناوړو پایلو سره مخ شي.
اندریکا راتواته په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي: «په افغانستان کې ملګرو ملتونو دفتر، خپلې هڅو ته زور ورکوي تر څو له افغانانو سره د اقلیمي بدلو پر وړاندې د مبارزې مرسته وکړو. موږ له افغانانو سره د اوبو امنیت، کوچنیو زیربناوو، پاک انرژي انتقال، د ځمکنی او اقتصادي سیسټم بسیا کولو او د ټولنې مقاومت په برخه کې ملاتړ کوو.»
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې هم ویلي وو، چې په افغانستان کې وچکالي لا پسې پراخېږي او د دغه هېواد شمال، شمال لوېدیځ او شمال ختیځ هغه سیمې دي، چې تر ټولو زیات، د اقلیمي بدلون له امله زیانمن شوې دي.
