د ټولیز امنیتي تړون سازمان، د افغانستان له خاورې د ګواښونو د مهارولو په موخه ځانګړې ناسته ترسره کړه. د دې سازمان سرمنشي، چې دغه ناسته یې له افغانستان سره د تاجیکستان د پولې د پياوړتیا په موخه جوړه کړې وه؛ د افغانستان له خاورې د ګواښونو پر وړاندې د مقابلې لپاره پر سیمه ییزې همکارۍ یې ټینګار کړی دی.
د ټولییز امنیتي تړون سازمان په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د ګډې پولې د امنیت د خوندیتوب په خاطر، د غړو هېوادونو د ظرفیت له مخې د وسلو، نظامي تجهیزاتو او د لازمو تخنیکي وسایلو نوملړ ترتیب او وروستی شوی دی.
داسې ښکاري، چې د افغانستان له خاورې لا هم د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د سیمې او نړۍ هېوادونه امنیتي ګواښونه احساسوي او په دې اړه د دوی اندېښنې ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دي.
د ټولییز امنیتي تړون سازمان د تاجیکستان په غوښتنه تېره ورځ ځانګړې ناسته جوړه کړې وه، چې د بحث منځپانګه یې د افغانستان له خاورې د احتمالي امنیتي ګواښونو مهارول و. دغې ناستې، د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د ګډې پولې پياوړتیا د غړو هېوادونو لومړیتوب وباله.
د دې سازمان موقتي مشر، د افغانستان له خاورې د ګواښونو پر وړاندې د مقابلې لپاره پر سیمه ییزې همکارۍ یې ټینګار وکړ.
د ټولییز امنیتي تړون سازمان په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د ګډې پولې د امنیت د خوندیتوب په خاطر، د غړو هېوادونو د ظرفیت له مخې د وسلو، نظامي تجهیزاتو او د لازمو تخنیکي وسایلو نوملړ ترتیب او وروستی شوی دی.
د روسیې، تاجکستان او ازبکستان په ګډون د ټولیز امنیتي تړون سازمان غړو هېوادونو، له دې مخکې هم د افغانستان په خاوره کې د ترهګریزو ډلو له فعالیتونو اندېښنه ښودلې وه. د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د داعش خراسان څانګه، د ازبکستان اسلامي غورځنګ ګوند، د تاجیکستان د انصارالله او اسلامي غورځنګ ډلې، القاعده، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ډله او د نورو ترهګریزو ډلو د شتون احتمال د ټولیز امنیتي تړون سازمان د غړو هېوادونو اندېښنې ډېرې کړې دي.
د افغانستان له خاورې د ټولیز امنیتي تړون سازمان امنیتي اندېښنې
- د داعش خراسان ډله
- د ازبکستان اسلامي غورځنګ ډله
- د تاجکستان اسلامي غورځنګ ډله
- د القاعدې ډله
- د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ډله
د روسيې او ازبکستان په ګډون د ټولیز امنیتي تړون سازمان غړي هېوادونه له طالبانو سره نږدې او څو اړخیزې اړیکې لري او روسیه چې د دغه سازمان له مهمو او لویو غړو څخه دی، تازه یې د طالبانو د رسمیت پېژندې اعلان هم کړی.
د امنیتي چارو د شنونکو په خبره، طالبان د افغانستان په خاوره کې له ترهګریزو اسلامي ډلو د خپلو موخو لپاره کار اخلي او د روسیې په ګډون د سیمې یو شمېر هېوادونه د خپلو امنیتي اندېښنو، د احتمالي ګواښونو د مدیریت او د استخباراتي نفوذ د ساتلو په موخه له طالبانو سره تعامل کوي.
تخار کې د طالبانو د امر بالمعروف پر قرارګاه برید شوی
له تخار ولایت څخه سرچینې آمو ته وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف یوه قرارګاه تېره شپه (د زمري درېیمه) د تخار ولایت د خواجه بهاءالدین ولسوالۍ کې تر برید لاندې راغلې ده.
د ازادۍ جبهې د دې برید مسؤلیت منلی او ویلي یې دي چې په دغه برید کې یې د ملا محمود قرارګاه په نښه کړې، چې د دغې ولسوالۍ د امر بالمعروف له برجسته غړو څخه شمېرل کېږي.
