لویدیځه اسیا

د سیستان بلوچستان پر عدلیې ادارې برید کې نهه تنه وژل شوي دي

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د سیستان او بلوچستان ولایت د عدلیې ادارې پر ودانۍ د برید په ترڅ کې لږترلږه نهه تنه وژل شوي دی او ۲۲ نور ټپیان دي.

تر دې مخکې، د ایران د قضايي قوې د رسنیو مرکز په یوه خبرپاڼه کې ویلي، نن سهار (شنبه، د زمري ۴مه) ناپېژانده وسله‌والو د سیستان او بلوچستان ولایت د عدلیې پر ودانۍ برید کړی، خو اوس د ودانۍ دننه نښته پای ته رسېدلې ده.

د تسنیم خبري اژانس راپور له مخې، د قدس ځواکونو د ځمکنۍ ځواک د قدس قرارګاه د عامه اړیکو دفتر اعلان کړی چې د زاهدان په برید کې ۶ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي. مړه شوي او ټپي کسان ډېری عادي وګړي دي، چې په مړه شویو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دي.

ویل شوي چې د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی.

په دې برید کې درې وسله‌وال وژل شوي، چې له ځان سره یې چاودېدونکي واسکټونه هم لرل.

د سیستان او بلوچستان د امنیه قوماندانۍ مرستیال، علیرضا دلیري، خبریالانو ته ویلي: «نن سهار شاوخوا ۸:۳۰ بجې، یو تروریستي ټیم چې د صهیونیسټي رژیم پورې تړاو لري، غوښتل د مراجعینو په جامه کې د زاهدان ښار د سیستان او بلوچستان ولایت عدلیې ودانۍ ته ننوځي، خو د امنیتي ځواکونو د چټک عکس‌العمل له امله یوه تروریست په هماغه ځای ووژل شو.»

نوموړي زیاته کړې: «یاد تروریست د عدلیې ودانۍ ته یوه لاسي بم وغورځاوه، چې له امله یې څو تنه مراجعین، په‌ ځانګړې توګه یوه یوه کلنه ماشومه او د هغې مور، شهیدان شول.»

سردار دلیري وایي چې د نورو تروریستانو د نیولو په موخه عملیات دوام درلود، چې په ترڅ کې یې پاتې دوه غړي هم ووژل شول، او دا ټیم په بشپړ ډول له منځه یووړل شو.