د طالبانو د کډوالو د چارو عالي کمېسیون له خوا ورکړل شوې شمېرې ښيي، چې ایران د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې (د چنګاښ له ۲۸مې د زمري تر ۳مې) ۷۰ زره او ۸۳۰ افغان کډوال له خپل هېواده ایستلي دي.
د راپور پر بنسټ، دا کډوال د هرات له اسلامقلعه او د نیمروز د ورېښمو پل له سرحدي لارو هېواد ته راستانه شوي دي.
له دې سره هممهاله، پاکستان هم په همدې موده کې ۲ زره او ۶۹۰ افغان کډوال – هم په جبري او هم اختیاري ډول – له خپلې خاورې ایستلي دي. یاد کډوال د تورخم، سپین بولدک او د پکتیکا ولایت د «انګور اډې» له سرحدي لارو افغانستان ته داخل شوي دي.
په همدې حال کې، د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي یان اېګلند تازه ویلي، چې تر دې دمه له ایران څخه له ۱.۵ میلیونه ډېر افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. د هغه په وینا، ډېری دا کسان بې له هدف، ملاتړ او مالي سرچینو هېواد ته ستانه شوي دي.
ښاغلي اېګلند په ایکس (پخوانی ټویټر) کې لیکلي:
«بشري مرستندویه سیستم د سقوط په درشل کې دی، هغه هم په داسې وخت کې چې مهمې بودیجې پرې شوي دي.»
له دې سره سره، ایران یو ځل بیا د هغو افغان مهاجرینو لپاره چې قانوني اسناد نهلري، د سپتمبر میاشتې تر پایه د وتلو مهلت ورکړی دی. که چېرې هغوی تر دغه وخته هېواد پرېنږدي، نو د نیولو او جبري ایستلو له ګواښ سره به مخ شي.
ښاغلي اېګلند خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې له ۲۲ میلیونو زیات وګړي مرستو ته اړتیا لري، او د افغان مهاجرینو نوې څپه به د بشري ناورین کچه لا نوره لوړه کړي.
له بل پلوه، پاکستان هم د افغان کډوالو د جبري ایستنې بهیر چټک کړی، چې دا اقدام له نړیوالو غبرګونونو سره هم مخ شوی دی.
