د ایران د فارس ولایت د کډوالو د چارو عمومي رئیس، مجید احمدي وایي، هغه افغان کډوال چې د سرشمېرنې باطلې شوې پاڼې لري، «ناقانونه» ګڼل کېږي او د هر ډول خدمتونو وړاندې کول ورته د قانوني تعقیب وړ دی.
ایراني چارواکي دا ډول کډوال «پردي او ناقانونه بهرني اتباع» بولي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړي ویلي: «هغه بهرني اتباع چې د باطله شوې سرشمېرنې پاڼې لري، غیرقانوني ګڼل کېږي او استوګنهیې په هېواد او په فارس ولایت کې ناقانونه ده. هر ډول خدمت رسول دغو کسانو ته، د قانوني چلند او د قضایي مراجعو ته د معرفي کېدو لامل ګرځي.»
د فارس ولایت د کډوالو چارو رئیس ټولو خدمت وړاندې کوونکو ته – که هغه د استوګنې، کار، زدهکړې یا نورو برخو کې وي – خبرداری ورکړی او ویلي یې دي: «د اصولو او مقرراتو له مخې، له هغو کسانو یا بنسټونو سره به قانوني چلند وشي او عدلي او قضایي ادارو ته به معرفي شي، چې باطله شوې سرشمېرنې پاڼې یا د وتلو اسناد لرونکو مهاجرینو ته خدمتونه وړاندې کړي.»
نوموړي زیاته کړې چې د سرشمېرنې پاڼې د ایران د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه سره، د تېر کال د حوت (کب) میاشتې په پای کې باطل اعلان شوې وې، او د دغو کسانو د وتلو وروستۍ نېټه – په ځانګړي ډول د مهاجر زدهکوونکو د تحصیلي کال له پای ته رسېدو سره – د روان کال د سرطان میاشتې تر ۱۵مې ټاکل شوې وه. هغه ټینګار کړی چې دغه موده هېڅ ډول تمدید شوې نه ده.
مجید احمدي وایي: «د همدې له مخې، د باطله شوې سرشمېرنې پاڼو لرونکي باید ژر تر ژره د شیراز ښار د مراقبتي کمپ ته، چې د دهپیاله بلوار، د کار سړک ته نږدې دی، ورشي او د داوطلبانه او باعزته وتلو لپاره اقدام وکړي، څو بیا وکولای شي قانوني ډول د بیا داخلېدو زمینه ترلاسه کړي.»
هغه ټینګار کړی چې د روان کال د سرطان میاشتې له نیمایي وروسته، ټول هغه مهاجرین چې د باطل شویو سرشمېرنې پاڼو یا د وتلو اسناد لري، «غیرقانوني اتباع» به ګڼل کېږي. که د امنیتي ځواکونو له خوا وپیژندل شي، د شیراز مراقبتي کمپ ته به واستول شي، څو له هېواده وایستل شي، او نور به هېڅ ډول اسانتیاوې نهورکړل کېږي.
دغه ایراني چارواکي له کډوالو غوښتنه کړې چې یوازې د رسمي مراجعو له لارې – لکه د ایران د کورنیو چارو وزارت د اتباعو مرکز او د هر ولایت د بهرنیو اتباعو ریاستونه – خپل معلومات او اعلامیې ترلاسه کړي، او د غیرمسئولو کسانو خبرو یا اوازو ته پام ونهکړي.
