کډوالي

راستانه شوي افغانان: که کار ونه مومو، بیا به کډوال شو

له ایرانه یو شمېر تازه راستانه شوي افغان کډوال وایي، چې که چېري دوی ته د کار زمینه برابره نه شي، نو دوی به بیا ځلې کډوالۍ ته اړ شي.

دغه کډوال ټینګار کوي، چې له یوې خوا په ایران کې له افغانانو سره د ایرانیانو او ایراني چارواکو ناوړه چلند او له بلې خوا په افغانستان کې بې‌کارۍ دوی له سختو شرایطو سره مخ کړې دي.
په دې راپور کې له ایرانه د راستانه شویو افغان کډوالو د ژوند اړخونو او د راستنېدو پر مهال د دوی ستونزو ته کتنه شوې ده.

جعفر ناصري نومېږي. وایي؛ وروستیو اونیو کې له ایرانه د افغان کډوالو د جبري اېستل شویو په ډله کې له دې هېواده را شړل شوی دی. افغانستان کې بې کارۍ ته فکر وړی دی. په خبره یې، که څه هم په ایران کې له افغانانو سره ناوړه چلند کېده، خو کاري فرصتونه ډېر ول.

د جعفر په څېر یو شمېر نور راستانه شوي بیا ټینګار کوي، چې که په کور دننه دوی ته د کار زمینه برابره نه شي، ښایي بیا ځلې کډوالۍ ته فکر وکړي.

له ایرانه راشړل شوی افغان کډوال، جعفر ناصري، وايي: «هلته کار ډېر و، هرڅومره چې انسان کار کولی شي، کار پیدا کېده، خو سره له دې چې افغانان ډېر دي، خو ایرانیان موږ ته ارزښت نه راکوي.»

یو شمېر نور راستانه شوي افغان کډوال، له دوی سره له ناوړه چلند، او د راستنېدو پر مهال له خپلو سختیو او ننګونو یادونه کوي او وایي چې په ایران کې یې شتمني او د کور توکي پر ځای پاتې دي.

له ایرانه راشړل شوی افغان کډوال، عصمت الله، وايي: «په کمپونو کې له افغانانو سره بد چلند کېده، هغوی ته سپکاوی او توهین کېده.»

له دې ټولو سره، د ایران حکومت د کورنیو او نړیوالو جدي اندېښنو سره سره، له خپل هېواده د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه کړې او په وروستیو اونیو کې یې په کم ساري توګه افغان کډوال شړلې دي. له دې مخکې، ملګرو ملتونو او د کډوالو د حقونو فعالانو خبرداری ورکړی و، چې یو شمېر راستانه شوي افغان کډوال د طالبانو له لوري د غچ اخیستلو له ګواښ سره هم مخ دي.

د کډوالو د حقونو فعالان دغه راز ټینګار کوي، چې راستانه شوي کډوال له دې ور هاخوا له جدي اقتصادي ننګونو، بې کارۍ او مناسبو روغتیايي خدماتو ته له لاسرسي محروم دي. کډوالو هم خبرداری ورکړی و، چې که چېري دوی ته په هېواد دننه د کار زمینه او اولادونو ته یې د زده کړې او تحصیل فرصتونه برابر نه شي، نو ښایي بیا ځلې کډوالۍ ته فکر وکړي.