له پکتیا ولایت څخه سیمهییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت اړوند د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پنځه تنه افغان ځوانان د پاکستاني ځواکونو لهخوا هغه مهال نیول شوي، چې غوښتل یې د مزدورۍ لپاره کوزې پښتونخوا ته واوړي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې یادو ځوانانو هڅه کوله د کرښې له لارې پاکستان ته لاړ شي، خو د پاکستاني پوځیانو لهخوا د «ورانکارو فعالیتونو» په تور ونیول شول.
د نیول شویو ځوانانو کورنۍ دا تورونه بېاساسه بولي او وایي، چې زامن یې بېګناه دي او هېڅ ډول سیاسي یا ناقانونه فعالیت سره تړاو نه لري. د هغوی په خبره، یاد ځوانان یوازې د سخت اقتصادي وضعیت له امله اړ شوي وو چې پاکستان ته د مزدورۍ لپاره سفر وکړي.
تر اوسه د دغو ځوانانو د برخلیک په اړه رسمي معلومات نهدي خپاره شوي، او پاکستاني چارواکو هم په دې تړاو کوم رسمي دریځ نهدی څرګند کړی.
د نیول شویو ځوانانو کورنۍ له طالبانو غوښتنه کوي چې د دې موضوع جدي څېړنه وکړي او د خپلو اتباعو د خلاصون په موخه له پاکستاني لوري سره رسمي خبرې پیل کړي.
