د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د چنګاښ ۳۰ – د ۸ بجو خبرونه

د طالبانو له لوري یو شمېر نیول شوي ښځې او نجونې آمو سره په خبرو کې ویلي، چې د ضمانت په قید آزادې شوې دي، خو دوی ته خبرداری ورکړل شوی، چې له دې وروسته له محرم پرته بازارونو ته و نه وځي.

د دوی په خبره، د محرم نشتوالی او د طالبانو د خوښې حجاب نه رعایت کول، د دوی د نیول کېدو لامل و، او طالبانو د دوی د نیولو پر مهال له دوی سره له سپکاوي ډک چلند کړی دی.

ورته مهال، د بشري حقونو فعالین، د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو نیونه، د ښځو د حقونو ښکاره نقض بولي او په دې اړه د نړیوالې ټولنې چوپتیا غندي.