افغانستان

طالبانو له هېواده بهر د کارګرانو د لېږلو لپاره د نوم‌لیکنې د پيل خبر ورکړی دی

د طالبانو تر ادارې لاندې د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، له هېواده بهر د کارګرو د استولو بهیر لومړۍ مرحله، چې د کسانو نوم‌لیکنه پکې شامله ده، پیل شوې ده او تمه ده چې د دې لړۍ له لارې سلګونه کسان قطر ته واستول شي.

په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان د خصوصي کاريابۍ شرکتونو او د قطر د ګډو دولتي شرکتونو ترمنځ د شوي تړون له مخې، ۷۰۰ دندې په قطر کې افغان کارګرو ته ځانګړې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، د شرایطو وړ کسانو نوم‌لیکنه به ډېر ژر د خصوصي کاريابۍ شرکتونو له لوري، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د “له هېواده بهر د کارګرو د لېږلو ریاست” تر نظارت لاندې پیل شي.

په دې خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د نوم‌لیکنې څرنګوالی، شرایط او ځانګړي مرکزونه به وروسته د یاد وزارت له خوا اعلان شي.

طالبانو له خلکو غوښتي چې نوم‌لیکنه دې یوازې د رسمي او تایید شویو مرکزونو له لارې ترسره کړي، او ځان دې د نامسووله شرکتونو او جعل‌کارانو له دوکې وساتي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر هېوادوال وایي، له هغې وروسته چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د کار او کسب زمینې محدودې شوې دي، او ان د دې وس نه لري چې په ځینو ورځو کې یوه وعده ډوډۍ پیدا کړي.

دوی د موجود وضعیت په اړه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې اوسنی ژوند د پخوا په پرتله ډېر سخت شوی دی.