کډوالي

پزشکیان د افغان کډوالو د ایستلو بهیر یو «اړین ګام» بللی

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، چې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر یو «اړین ګام» دی او دغه ګام بلاخره د دغو کډوالو په ګټه هم دی.

افغانستان کې د ایران سفارت د پزشکیان له قوله لیکلي، چې هڅه به وکړي چې دغه لړۍ په احترام مخته لاړ شي.

هغه ویلي دي: «د افغان وګړي زموږ وروڼه او خوېندې دي، او هغه اقدامات چې دا مهال روان دي، د هغوی د حضور د تنظیمولو لپاره یوه ضروري هڅه ده، چې په پای کې به د دوی په ګټه هم تمام شي. موږ به هڅه وکړو چې دا اقدامات له بشپړ درناوي سره ترسره شي.»

په تېره یوه ورځ کې له ایران او پاکستان څخه ۱زرو ۵۷۶ افغانې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی، چې ۱ ۱زره او او ۲۹۶ کورنۍ له ایرانه او ۲۸۰ کورنۍ له پاکستانه راستانه شوي دي.

د راپور په وینا، د ننګرهار د تورخم له لارې۴۲، د قندهار له لارې ۳۸ کورنۍ، د هلمند د بهرامچې له لارې يوه، د هرات د اسلام کلا له لارې ۱۲۶۳ کورنۍ او د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۲۳۲ هېواد ته راستنې شوې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د خراسان رضوي د استازولۍ مشر، احمد معصومي فر، ویلي چې په ایران کې د افغان کډوال د وتلو نېټه د وږي تر ۱۵ پورې تمدید شوی دی.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، ښاغلي معصومي فر ویلي، که چېرې تر دې نېټې وروسته هم هغه افغان کډوالو چې قانوني اسناد نه لري له ایرانه ونه وځي، نو دوی به د «اقامت جریمه» پرې کړي.

نوموړي د دغې ضرب‌الاجل تمدید د دلیل په توګه «د اساسي زېربناوو نه شتون او د هوا تودوخې» ته اشاره کړې ده.