افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنټ، ویلي چې د افغان پناهغوښتونکو اجباري ایستل د نړیوالو بشري حقونو له اصولو او نړیوالو قوانینو سره په تضاد کې دي.
ښاغلي بېنټ دا څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې د جرمني حکومت د یو شمېر افغان پناهغوښتونکو د ایستلو بهیر پیل کړی. هغه ټینګار کړی، چې هېڅوک باید داسې هېواد ته ونه استول شي، چېرې چې د دوی ژوند له خطر سره مخ وي، یا هم د ربړونې، تعقیب، غیرانساني چلند یا له درنو بشري سرغړونو سره د مخ کېدو احتمال وي.
نوموړي له جرمني او نورو اروپایي هېوادونو غوښتنه کړې، چې د افغان پناهغوښتونکو قضیو ته له بشري اړخه وکتل شي، او هر ډول پرېکړه دې د نړیوالو اصولو، بشري ارزښتونو او د نهاستنادي اصل پر بنسټ ترسره شي.
د بشري حقونو فعالان هم پر جرمني انتقاد کوي او وایي، چې افغان پناهغوښتونکي، چې له کلونو راهیسې د ناامنۍ، تبعیض، او سیاسي فشارونو له امله خپل هېواد پرېښی، باید له قانوني او بشري ملاتړ څخه برخمن وي.
