د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې له نړۍوالو هېوادونو غوښتي چې افغان کډوالو ته د خوندي ژوند لپاره د قانوني لارو او امکاناتو زمینه برابره کړي.
دې ادارې پر ټولنیزې شبکې «اېکس» لیکلي: «افغان کډوال له لسیزو راهیسې د جګړو، ژور تبعیض، تهدید او سختو شرایطو سره مخ دي. موږ باید اوس له دوی مخ وانړو.»
په ورته مهال، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ویاندې، راوینا شمداساني، د ایران او پاکستان لهخوا د افغان کډوالو د جبري ایستنې په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې سیمهییز هېوادونه باید ډاډ ترلاسه کړي چې د کډوالو بېرته ستنول باید په داوطلبانه، خوندي، باعزته او د نړیوالو قوانینو مطابق وي.
آغلې شمداساني خبرداری ورکړی، چې د هغو کسانو بېرته ستنول، چې په خپل هېواد کې له تعقیب، شکنجې، ظالمانه یا غیرانساني چلند یا نورو نهجبرانېدونکو خطرونو سره مخ دي، د نړیوالو بشري قوانینو ښکاره سرغړونه ده. نوموړې وویل، دا کار د «عدمالارجاع» یا «جبري نهستنېدو» د اصل ښکاره نقض بلل کېږي.
نوموړې له ټولو هېوادونو، په ځانګړې توګه له ایران او پاکستان، غوښتنه وکړه چې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره دې خپل امکانات وکاروي او له هغو کسانو سره دې مرسته وکړي، چې د جګړو، فقر، تبعیض او تهدیدونو سختې لسیزې یې شاته پرېيښې دي.
شمداساني ټینګار وکړ: «موږ باید اوس له افغان کډوالو سترګې پټې نه کړو.»
یاده څرګندونه داسې مهال کېږي، چې ایران او پاکستان په وروستیو کې د افغان مهاجرینو د جبري ایستلو لړۍ چټکه کړې ده. د افغان مهاجرینو یو شمېر شکایت کوي چې د ایستنې پر مهال له شکنجې، وهلو، د شتمنیو غصب او د بشري کرامت ضد چلند سره مخ شوي دي.
له بلې خوا، ځینې اروپایي هېوادونه هم د افغان کډوالو د جبري ایستنې پالیسۍ ته دوام ورکوي. په تازه مورد کې، جرمني لسګونه افغان پناه غوښتونکي په زوره له خپل هېواده ایستلي او بېرته افغانستان ته استولي دي.
