د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د چنګاښ ۲۷ – د ۸ بجو خبرونه

طالبانو د چهارشنبې په شپه، د کابل له شهرنو سیمې څخه له سلو زیاتې ښځې او نجونې پرته له کوم دلیله ونیول.
یو شمېر دغه نیول شوې ښځې، چې د ضمانت په قید سره د طالبانو له لوري آزادې شوې دي، آمو سره په خبرو کې ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبانو دوی او یو شمېر نورې ښځې او نجونې یې له روغتونونو، رسټورانټونو او په بازار کې د توکو د اخیستلو پر مهال ونیول او امنیتي حوزې ته یې له ځان سره بوتلل.