په غزني کې د خوراکي توکو ځینې پلورونکي وايي، چې د دوی کاروبار د پخوا په پرتله کمزوری شوی او د اقتصادي اړتیاوو پوره کول ورته ستونزمن شوي دي. له دې سره، یو شمېر هغه ځوانان چې په دې ولایت کې یې د مڼو باغونه جوړ کړي، وایي د هر اړخیزو او بېړني ملاتړ د نشتوالي له امله یې کاروبار له جدي ستونزو سره مخ دی.
مد علي محمدي د غزني په یوه کونج کې د خوراکي توکو پلورونکی دی. هغه د پنځه کسیزې کورنۍ مسؤولیت په غاړه لري لري. وايي چې د هغه کاروبار هغسې ښه نه دی لکه څنګه چې پخوا و او د خپلو مالي اړتیاوو پوره کول ورته ستونزمن شوي دي.
مدد علي محمدي وايي: «د کار او کاروبار حالت نشته، خلک پیسې نه لري، ژوند په سختۍ تېروو. دلته دوکانداري کوو، یوازې سهار شپه کوو، وچه ډوډۍ هم په سختۍ پیدا کوو. داسې ځای نشته چې لاړ شو او کار وکړو، ټول کارونه بند دي.»
له بلې خوا، په دې ولایت کې یو شمیر ځوانانو د ستونزو او اقتصادي ننګونو د لرې کولو لپاره د میوو باغونه جوړ کړي دي. خو، دوی وايي چې په ډیرو پیسو یې پانګونه کړې، خو د هر اړخیز او بېړني ملاتړ نشتوالي له امله، یې کاروبار له جدي ستونزو سره مخ شوی دی.
د غزني اوسېدونکی، غلام حسین جعفري، وايي: «لومړی دا چې حکومت (طالبان) باید بزګرانو ته پاملرنه وکړي، دویم دا چې کله زموږ حاصلونه بازار ته راځي، ایراني مېوې هم ورسره بازار ته راځي او زموږ د محصولاتو نرخ ټیټ شي.»
له دې سره، په غزني کې ځایي سرچینې وايي چې که څه هم د مناسب اقلیم له امله، په دې ولایت کې د میوو باغونو او سبزیجاتو شنو خونو جوړولو فرصت ښه وده کوي، خو د مناسب بازار او هر اړخیز ملاتړ د نشتوالي د دې لامل شوی چې لږ کروندګر کرنې ته دوام ورکړي.
ځایي سرچینې ټینګار کوي چې کرنیزو فعالیتونو ته پاملرنه او د هغوی ملاتړ کولی شي تر یوې اندازې پورې نوي کاري فرصتونه رامینځته کړي او په غزني کې اقتصادي ننګونې کمې کړي.
