د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف وايي، چې افغانستان باید د منځنی او سویلي اسیا ترمنځ د پل رول ولوبوي.
نوموړي کابل ته خپل د تېرې ورځ سفر په تړاو ویلي، چې د طالبانو له رییسالوزرا حسن اخند سره يې د اړیکو د ژورولو لپاره د ازبکستان پر پیاوړې ژمنتیا ټینګار کړی.
هغه په ایکس کې لیکلي: «موږ د سوداګرۍ، بشري همکاریو، او اتصال د پراخولو په اړه خبرې وکړې، چې پکې د ازبکستان–افغانستان–پاکستان د رېل پټلۍ لپاره د چوکاټي هوکړهلیک لاسلیک هم شامل و — چې دا د سیمې د یووالي په لور یو مهم ګام دی.»
هغه زیاته کړې: «د ازبکستان حکومت چمتو دی چې د بنسټیزو جوړښتونو، لوژستیک، انرژۍ، او زدهکړو په برخو کې همکاري لا پیاوړې کړي، او موږ باور لرو چې افغانستان باید د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د پپل رول ولوبوي.»
تېره ورځ (پنجشنبه) د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، محمد اسحاق ډار او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر په یوې درې اړخیزې غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته راورسېدل.
له دې مخکې درې واړه خواوې د وری ۱۴۰۲ کال په اسلامآباد کې خپله لومړۍ درې اړخیزه ناسته ترسره کړې وه، او د وری ۱۴۰۴ کال کې په کابل کې یوه درې اړخیزه ناسته او همدارنګه په هماغه میاشت کې په پکن کې بله درې اړخیزه ناسته شوې ده.
