بشري حقوق

د بخښنې نړیوال سازمان: هېڅوک باید له امریکا څخه افغانستان ته د ستنېدو لپاره اړ نه کړل شي

د بخښنې نړیوال سازمان په خپله تازه اعلامیه کې، د ټرمپ د ادارې له لوري د هغو کډوالو د ایستلو پرېکړه غندلې، چې د «لنډمهاله خوندیتوب وضعیت» تر چتر لاندې امریکا ته تللي دي. دغه سازمان وایي، هېڅوک باید دې ته مجبور نه شي چې بېرته افغانستان ته ستانه شي.

بخښنې نړیوال سازمان په اېکس  کې لیکلي، هغه کډوال چې په متحده ایالاتو کې د لنډمهاله خوندیتوب وضعیت لاندې ژوند کوي، لا هم د نیول کېدو او شړل کېدو له جدي ګواښ سره مخ دي.

دغه سازمان زیاتوي، د امریکا دا اقدام د بشري حقونو له نړیوالو ژمنو سرغړونه او هغو کسانو ته «خیانت» دی، چې د امنیت د موندو په هیله یې امریکا ته پناه وړې.

دا په داسې حال کې ده چې یوه استینافي محکمې د هغو شاوخوا ۱۲ زرو افغان کډوالو د شړلو پرېکړه – چې د امریکا د کورني امنیت وزارت د موقتي خوندیتوب پروګرام لاندې راوستي وو – یوه اوونۍ وځنډوله.

کاسا چې د مهاجرینو د ملاتړ یوه غیر انتفاعي ډله ده، د ټرمپ پر حکومت یې له دې امله قضیه پرانیستې چې د افغانستان او کامرون د کډوالو لپاره یې د د لنډمهاله خوندیتوب وضعیت پروګرام لغوه کړی دی.