له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو څپې له دوام سره هم مهاله، راستنېدونکي کورنۍ د خپلو لوڼو د تعلیمي او تحصیلي راتلونکي په اړه اندېښمنې دي.
ځینې کډوال وايي چې د نورو ستونزو تر څنګ، د ایران له خوا جبري ایستلو د دوی لوڼې د طالبانو له تعلیمي او تحصیلي محدودیتونو سره مخ کړي دي.
په ورته وخت کې، ځینې معترضې ښځې هم له ایرانه د کډوالو د جبري ایستلو غندنه کوي، او وايي چې زرګونه نجونې به د زده کړې له حقه بې برخې شي.
هغه کورنۍ چې له کلونو راهیسې یې په ایران کې ژوند کړی وايي چې د تعلیمي اسانتیاوو د نشتوالي له امله، د دوی د ماشومانو راتلونکی په ناڅرګند حالت کې دی، او ماشومان یې له ایرانه پرته له اسنادو او خالي لاس ایستل شوي دي، او په افغانستان کې د طالبانو لخوا له لګول شويو تعلیمي محدودیتونو سره مخ دي.
له ایرانه ایستل شوی کډوال: «مونږ ۱۸ کاله ایران کې وو، ایران چې مونږ بهر کړو، راغلو. زما لور د یولسم ټولګي زده کوونکې وه، بل کال به یې زده کړې بشپړې کړې وای، خو دوولسم ټولګي ته یې پرېنښوده. راغلو خو نه یې سند راکړ او نه نور څه.»
د افغان ښځو د آزادۍ غوښتونکي غورځنګ یوه خبرپاڼه خپره کړې چې له ایرانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو غندنه کوي، او وايي چې دا عمل کولی شي د زرګونو نجونو تعلیمي راتلونکی ویجاړ کړي. یاد غورځنګ له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو سازمانونو غوښتي چې پر طالبانو فشار راوړي ترڅو د نجونو د زده کړې حق ډاډمن کړي او د کډوالو کورنیو د جبري راستنیدو مخه ونیسي.
له بلې خوا، د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق ویلي چې راستنیدونکي ښځې او نجونې بیړنۍ روغتیایي او رواني مرستې ته خورا اړتیا لري. دې صندوق له نورو شریکانو غوښتي چې له ایرانه د راستنیدونکو ښځو او نجونو ملاتړ وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق استازې، کوابنا آسانته انتیاموا، ویلي: «زه دلته د هرات ولایت په اسلام قلعه سرحدي سیمه کې یم، چیرې چې موږ اوس مهال له ایرانه د کډوالو د لوی راتګ شاهد یو. موږ امیندواره ښځې وینو چې بېړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري، ځوانان او ماشومان چې له رواني زیانونو سره مخ شوي دي او د نامعلوم ژوند له راتلونکې وېره لري.»
په ورته وخت کې، له ایرانه ځینې راستنیدونکي وايي چې دوی له نامعلوم راتلونکي سره مخ دي.
له ایرانه ایستل شوی کډوال، سلطان ولي رحماني، وايي: «موږ ته یې ډوډۍ نه پلورله، اوبه یې پرې کړې وې، ډېر سخت چلند کاوه او خلک په ډېره بد وضعیت کې وو.»
بریټانیایۍ ټلګراف ورځپاڼې هم راپور ورکړی چې ایران زرګونه کډوالې نجونې افغانستان ته راستنې کړې دي، هغه ځای ته چې د طالبانو په واکمنۍ کې، د دوی اساسي حقونه په سیستماتیک ډول تر پښو لاندې کیږي او ډیری یې د جبري واده له خطر سره مخ دي.
ایران، چې د افغان کډوالو لپاره ترټولو لوی کوربه هیواد دی، په وروستیو اونیو کې یې په سلګونو زره د هېواد وګړي له خپلې خاورې څخه وتلو ته اړ کړي دي. د راستنېدو دې لویې څپې د هغو ښځو او نجونو د برخلیک په اړه جدي اندیښنې راپورته کړي دي چې په افغانستان کې اساسي حقونو ته د لاسرسي په برخه کې له سختو محدودیتونو سره مخ دي.
