بشري حقوق

ملګري ملتونه د هیلې په نړیواله ورځ کې: خلک او ټولنې له پرلپسې ننګونو سره مخ دي

ملګرو ملتونو د «د جولای ۱۲مه، د نړیوالې هیلې ورځې» په مناسبت ویلي، چې خلک او ټولنې په ټوله نړۍ کې له دوامدارو ننګونو سره مخ دي؛ خو هیله کولی شي د یوې لارښوودې اصل په توګه د ښه نړۍ لپاره د عمل الهام ورکړي.

دغه سازمان ویلي، د دې ورځې د نمانځنې موخه دا ده چې «هیله د افرادو، ټولنو او ملتونو لپاره د یوه لارښود اصل په توګه وستایل شي او وده ورکړل شي.»

دا ورځ په داسې حال کې را رسېږي چې د هېواد یو شمېر وګړي وايي، د «فقر، تنګدستۍ، بې‌کارۍ او نامعلوم راتلونکي» له امله له ژوند ناهیلي شوي دي.

بل‌خوا، یاد وګړي زیاتوي چې د اوسني وضعیت او د خلکو پر اساسي حقونو او ازادیو د محدودیتونو د زیاتوالي له امله، د دوی ژوند «په یوه تنګنایي» کې راګیر شوی دی.

سره له دې، تر دې وړاندې ځینو سرچینو راپور ورکړی چې په ختیځو او جنوبي ولایتونو کې د فقر او بې‌کارۍ له امله، خلک – په ځانګړي ډول ځوانان – ځان‌وژنې ته مخه کړې ده.

یادو سرچینو مخکې آمو ته ویلي وو، چې د روان لمریز میاشتې په لومړۍ اونۍ کې، په قندهار، ننګرهار او خوست ولایتونو کې څلور کسانو ځان‌وژنه کړې ده.

د یادونې وړ ده چې د هېواد د وروستیو ځان‌وژنو ډېری علتونه «فقر، بې‌کاري او تنګدستي» بلل شوي دي.