په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازی عرفات جمال وايي، چې له ایران څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د ایستلو کچه په ورځ ۵۰ زرو کسانو ته رسېدلی، چې ډېری یې له سختو سفرونو وروسته ستړي، سرګردانه او بې برخلیکه دي.
هغه ویلي دي: «ډېری دا بېرته ستنېدونکي کسان ناڅاپه له خپلو کورونو بېځایه شوي او تحقیرآمیز سفر یې کړی دی؛ دوی ستړي، سرګردانه، د تاوتریخوالي ښکار او اکثره ناامیده دي چې د نږدې ۴۰ درجې سانتيګراډ تودوخې په شرايطو کې یو ګڼه ګوڼه مرکز ته راځي او هلته خپرېږي.»
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په یوه راپور کې ټینګار کړی چې له افغانستان سره ناپېژندګي، له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو وضعیت نور هم پېچلی کړی دی.
دغه سازمان ویلي، د بېرته ستنېدونکو کچه او چټکتیا د افغانستان د پولو پر سر ولایتونو کې سخت فشار راوړي، ځکه دا ولایتونه د دومره ډېر شمېر کډوالو د منلو لپاره لازم اسانتیاوې نه لري. دا حالت د فقر، ناامنۍ او بشري اړتیاوو کچه په داسې هېواد کې لوړه کړې چې لا هم له اقتصادي سقوط او پراخو بشري حقونو نقض رنځ وړي.
د دې سازمان د معلوماتو له مخې، یوازې د ۲۰۲۴ میلادي کال له پیله تر اوسه له ایران او پاکستان څخه تر ۱.۶ میلیونه ډېر افغان کډوال بېرته هېواد ته ستانه شوي، چې دا شمېره د ټول کال لپاره د پخوانیو اټکلونو څخه ډېره ده.
سره له دې، د ملګرو ملتونو ادارو مخکې ویلي چې د روان کال له پیله تر اوسه له یو میلیون ډېر نور کسان هم افغانستان ته بېرته تللي، چې ډېری یې جبري اخراج شوي دي.
په همدې حال کې، عرفات جمال زیاتوي: «هغوی (کډوال) افغان وګړي دي، خو د افغانستان خلک نه دي. اکثره یې له هېواده بهر زیږېدلي، هلته یې ښه زدهکړې کړي او له مختلفو فرهنګي ارزښتونو سره لوی شوي. د دوی فکر او لیدلوری له ننني افغانستان سره متفاوت دی او اکثره وخت تضاد لري.»
په راپور کې راغلي چې ښځې او نجونې په ځانګړي ډول له یوه ستر بدلون سره مخ دي؛ له نسبي خپلواکۍ څخه په کوربه هېوادونو کې، راغلي داسې چاپېریال ته چې د طالبانو لهخوا پر هغوی سخت محدودیتونه لګېدلي دي.
سره له دې چې ځینې بېرته ستنېدل رضاکارانه دي، خو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ استازی وايي چې ډېر اخراجونه د فشار لاندې یا پرته له لازمې مرستې ترسره کېږي. بېرته ستنېدونکي هغه کسان دي چې ثبت شوي رسمي کډوال دي یا د «کډوالو په څېر» حالت کې ژوند کوي، او کېدای شي د بېرته راتګ پر مهال له جدي خطرونو سره مخ شي.
