کډوالي

امریکايي استازو د ټرمپ له لوري د افغانانو د لېږد پروګرامونو پر درولو نیوکه کړې

تصویر از آرشیف.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې دوو غړو د ترمپ لخوا د افغانانو د لېږد پروګرامونو پر ځنډولو نیوکه کړې او په دې تړاو یې د یوه عمومي استماعیه غونډې د رابللو غوښتنه کړې ده.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې غړو ګرېګوري مېکس او مېرمن سېدني کاملاګر د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر، براین مسټ، ته په یوه لیک کې د ولسمشر ټرمپ ادارې پر هغې پرېکړې هم کلکه نیوکه کړې، چې د روانې جولای میاشتې تر ۱۲مې نېټې د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام «ټي‌پي‌اېس» بندوي. د دغه پرېکړې له کبله به ګڼ شمېر افغانان له امریکا څخه د اېستلو له ګواښ سره مخ شي.

په لیک کې راغلي، چې د بهرنیو چارو وزارت هم په دې اړه د بهرنیو اړیکو کمېټې د همکارۍ غوښتنې بابېزه ګڼلې او په دې تړاو یې کره معلومات نه دي ورکړي.

په دغه لیک کې ویل شوي، چې له ځنډ پرته دې د کډوالو اړوند د ټرمپ ادارې په پالیسیو کې د بدلونونو اغېز د ارزونې سربېره د افغان همکارانو د خوندیتوب لپاره نوې لارې چارې وموندل شي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې، سپینې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرمپ له بېرته راتګ او د هغه د اجرایوي فرمانونو له مخې، د کډوالو د منلو پروګرام په امریکا کې درې میاشتې ځنډول شوی و؛ هغه موضوع چې د هغو افغان کډوالو د لېږد پروسه یې وځنډوله چې د امریکايي متحدین بلل کېږي.