کډوالي

د پي۱ او پي۲ افغان کډوالو له امریکا د کډوالۍ پروسې د بیا پيل غوښتنه وکړه

یو شمېر هغه افغان کډوال چې د پي۱ او پي۲ کډوالۍ غوښتونکي او متحده ایالاتو ته د لیږد په تمه دي، په پاکستان کې په یوه ناسته کې وايي چې دوی د ځان او خپلو کورنیو د نامعلوم برخلیک په اړه ژوره اندیښنه لري.

دوی همداراز ټینګار کوي چې په جلاوطنۍ کې رواني فشار او د ژوند ستونزمنو شرایطو د دوی د ځینو ملګرو ژوند اخیستی او ماشومان یې د زده کړې او طبي پاملرنې له حق څخه محروم کړي دي.

د پي۱ او پي۲ کډوالۍ پروګرامونو غوښتونکي په اعتراضي ناسته کې له متحده ایالاتو غواړي چې د افغان کډوالو د منلو پروسه سمدلاسه بېرته پیل کړي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزمن وضعیت چې متحده ایالاتو ته د لیږد په تمه دي.

دوی ټینګار کوي چې د څلورو کلونو له تېرېدو وروسته، لاهم د خپلو غوښتنلیکونو د پروسس کیدو په تمه دي، او په دې موده کې، رواني فشار او د ژوند ستونزمنو شرایطو دوی ته د نه جبرانېدونکي زیان لامل شوی دی.

د دوی په وینا، په دې موده کې، څه کم څلور د پي۱ او پي۲ قضیې لرونکو د رواني فشار له امله ځان وژنه کړې یا د زړه د حملې له امله مړه شوي دي.

دوی همدارنګه د امریکا له ولسمشر او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت، او همدارنګه د کډوالۍ نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ څخه غوښتنه کړې چې ژر تر ژره د دوی د کډوالۍ غوښتنلیکونو بیاکتنه پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې، سپینې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرمپ له بېرته راتګ او د هغه د اجرایوي فرمانونو له مخې، د کډوالو د منلو پروګرام په امریکا کې درې میاشتې ځنډول شوی و؛ هغه موضوع چې د هغو افغان کډوالو د لېږد پروسه یې وځنډوله چې د امریکايي متحدین بلل کېږي.