کډوالي

ایراني چارواکی: په تېرو دوو اونیو کې له یوازې دوو پولو څخه له ۷۵ زرو زیات افغان کډوال ایستل شوي دي

د ایران د سیستان او بلوچستان والي، منصور بیجار، ویلي چې په تېرو دوو اونیو کې له دې ولایت سره د افغانستان پر پولو له ۷۵ زرو زیات افغان کډوال له ایرانه ایستل شوي دي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړی ادعا کوي چې ۷۵ سلنه کډوال په داوطلب ډول او پاتې ۲۵ سلنه بیا په زوره له بېلابېلو سیمو راټول شوي او د زاهدان ښار د الغدیر کمپ ته لېږدول شوي، څو بېرته افغانستان ته واستول شي.

خو له دې وړاندې د ملګرو ملتونو اړوند ادارو ویلي وو چې ډېری افغان کډوال د زوره ایستلو له لارې له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

منصور بیجار ویلي: «په دې پړاو کې ټول غیرقانوني بهرني اتباع باید د سیستان او بلوچستان له میلَک پولي او د خراسان رضوي له دوغارون پولي څخه د ایران اسلامي جمهوریت پرېږدي.»

هغه زیاته کړې: «په دې وروستیو ورځو کې د غیرقانوني کډوالو د ستنېدو شمېر ډېر شوی، او د دې زیاتوالي له امله، د ولایت اجرایي ادارو خدمتونه هم زیات شوي دي. موږ حتی د امام رضا د زائر سرای له ظرفیته هم د خدمت لپاره ګټه اخلو.»

بیجار وایي، چې په ځینو ورځو کې د الغدیر کمپ ته د ورځني داخلېدونکو کسانو شمېر تر ۱۴ زرو تنو پورې رسېدلی، او د دې زیاتې ګڼې له امله، اړوندو ادارو خپلې هڅې ډېرې کړې دي.

نوموړي دا هم ویلي، چې د افغان پولې پر اوږدو د ایراني مامورینو د دندو پر ترسره کولو کې ممکن ځینې ستونزې وي، ځکه چې دوی د دومره زیات شمېر بېرته ستنېدونکو وړاندوینه نه وه کړې. خو وایي چې له طالبانو سره یې د همغږۍ غونډې پیل کړې او چمتو دي چې له بېرته ستنو شوو مهاجرو سره همکارۍ ته دوام ورکړي.