د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ ویلي چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې تر دې دمه شاوخوا ۱.۴ میلیونه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي، چې ډېری یې د کوربه هېوادونو له لوري په زوره ایستل شوي دي.
یادې ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د دغو کډوالو له بېرته راستنېدو سره، بشري اړتیاوې نور هم پراخې شوي؛ خو له بلې خوا موجودې مرستې د کمېدو په حال کې دي.
په راپور کې ویل شوي، هغه کډوال چې له ایران او پاکستان څخه ستنېږي، له ناڅرګند راتلونکي سره مخ دي او د ژوند د بیا پیلېدو لپاره پراخو مرستو ته اړتیا لري.
په راپور کې راغلي: «د بېرته راستنېدونکو دا پراخه څپه یو بشري ناورین رامنځته کړی، او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري بېړني ملاتړ ته اړتیا لري څو د ژغورنې مرستې برابرې کړي.»
راپور زیاتوي چې ډېر شمېر کډوال په داسې حال کې افغانستان ته راګرځي، چې له یرغلونو، نیونو او سختو شرایطو سره د مخامخوالي له امله یې رواني زیانونه لیدلي دي. دوی د خپلو عزیزانو له جلاوالي، د شتمنیو د سلب او ناوړه چلندونو یادونه کړې ده.
یاده اداره همداراز وایي، افغان ښځې او نجونې له فزاینده محدودیتونو سره مخ دي او اساسي بشري حقونه ترې اخیستل کېږي. راستنېدونکي ښځې د محدودیتونو، ځورونو او تبعیضي چلندونو اندېښمنوونکې کیسې بیانوي.
راپور وړاندې زیاتوي، چې قومي او مذهبي لږکي، د بشري حقونو فعالان او خبریالان هم له جدي خطرونو سره مخ دي.
په پای کې ویل شوي، چې د افغانستان محدود ظرفیت د دومره ګڼ شمېر راستنېدونکو د جذب توان نه لري، او دا وضعیت له مخکې موجودې بشري اړتیاوې، بیکاري او د طبیعي افتونو اغېزونه لا پسې زیات کړي دي.
