د هېواد په لویدیځ کې ځینې بزګران وايي چې د معیاري کرنیزو سړو خونو د نشتوالي له امله دوی اړ دي چې خپل محصولات په ټیټه بیه وپلوري. دا بزګران همداراز ټینګار کوي چې کرنیزو محصولاتو ته یې باید له هېواد څخه بهر د صادرولو فرصت برابر شي.
ندا محمد چې د هېواد په لوېدیځ کې د فراه ولایت په یوه څنډه په کرنه بوخت دی وايي چې د حاصلاتو په موسم کې د معیاري کرنیزو سړو خونو د نشتوالي له امله، هغه اړ دی چې خپل ټول حاصلات په یوه میاشت کې وپلوري. ندا محمد وايي چې د حاصلاتو په موسم کې، بازار ته د موسمي میوو عرضه لوړه وي، خو په کورني بازار کې یې تقاضا ډېره ټیټه وي. له همدې امله د حاصلاتو په موسم کې د هر کیلو ګرام میوې بیه په ځینو مواردو کې حتی له لسو افغانیو څخه هم کمېږي.
نوموړی همدا راز زیاتوي: «زموږ لپاره هېڅ نه پاتې کېږي، تېر کال مو هم خپلې میوې بازار ته یوړې خو چا یو کیلو په پنځه افغانیو هم وانخیسته، په بام مو واچولې ټولې خرابې شوې، که سړې خونې وي نو دا به زموږ او خلکو دواړو لپاره ښه وي دوی به تل میوو ته لاسرسی ولري.»
یو بل بزګر داود بیا وايي: «کله چې زموږ میوې راټولې شي بازار ته یې وړو او یوه کیلو یې په ۵ یا ۶ افغانیو پلورو. موږ ته پکې هېڅ لاسته نه راځي، خپل لګښتونه هم نه پوره کوي»
د فراه سربېره په هرات کې هم د معیاري سړو خونو نشتوالی د بزګرانو لپاره یو له بنسټیزو ننګونو څخه ده. په دې ولایت کې ځینې بزګران وايي چې سږکال یې د رومیانو په کرلو کې پانګونه کړې ده.
په هرات کې یو بزګر محمد اسماعیل وايي: «وروره د بزګر حاصلات ارزانه دي. شفتالو، زردالو، انګور او رومیان ټول ارزانه دي. د بېلګې په ډول اوس د هرات په بازار کې د رومیانو د یو کیلو بیه ۳۵ افغانۍ ده او کله چې موږ د هرات بانجان ترلاسه کړو نو مجبور یو چې هغه په ۵ افغانۍ یو کیلو وپلورو. سره او درمل هم ډېر ګران دي او که د ډالرو په مقابل کې د یوې افغانۍ ارزښت لوړ شي د درملو بیه هم لوړېږي.»
د دې سره سره دا بزګران په دې ټینګار کوي چې د معیاري کرنیزو سړو خونو د جوړولو سربېره، بهرنیو هېوادونو ته د دوی د کرنیزو محصولاتو د لیږدولو لپاره زمینه هم باید ورته برابره شي.
ورته مهال اقتصادي کارپوهان هم په دې باور دي چې د بزګرانو لپاره ټولیز او پر وخت ملاتړ به له یوه لوري د هېواد اقتصاد پیاوړی کړي او له بل لوري به نوي کاري فرصتونه رامینځته کړي.