د امریکا د دفاع وزیر د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د امریکايي نظامي تجهیزاتو د پرېښودو او همداراز طالبانو ته د بګرام هوایي اډې د سپارلو په اړه تر نیوکې وروسته وايي، چې د ټرمپ ادارې د افغانستان د پېښو په اړه ځانګړې او هر اړخیزه ارزونه پیل کړې ده.
بل لور ته، پرون چهارشنبې ناوخته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ټرمپ د ملي امنیت له سلاکار سره په ټیلیفوني خبرو کې د هغو څرګندونو هرکلی کړی، چې پکې ډونالډ ټرمپ د طالبانو له لاسه د امریکايي نظامي تجهیزاتو او وسلو د بېرته راګرځولو خبره کړې ده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې په وار وار ویلي چې د امریکايي وسلو او تجهیزاتو پاتې شوني د جګړې غنیمت او د افغانستان ملکیت دی.
د امریکا د دفاع وزیر، پيټ هګسټ، وایي: «هیڅوک مسؤل ونه بلل شول. دا د امریکا د تاریخ له سترو فاجعو څخه ده، دا زموږ لپاره یوه ستره شرموونکې پېښه ده. موږ میلیاردونه ډالر نظامي تجهیزات طالبانو ته وسپارل. موږ پر دوی د خپل امنیت لپاره حساب وکړ، او بیا خلک ووژل شول. موږ د بګرام هوایي اډه پرېښوده، خو په نظامي مشرتابه کې هېڅوک ګوښه نه شول؟ نه، نه، دا به د ولسمشر ټرمپ تر مشرۍ لاندې دوام و نه کړي. موږ د افغانستان د پېښو په اړه بشپړ ارزونې ترسره کوو.»
بلخوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون چهارشنبې ناوخته خبر ورکړ چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ټرمپ د ملي امنیت له سلاکار سره ټیلیفوني خبرې کړې دي. د دې وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو له لاسه د امریکايي نظامي تجهیزاتو د بېرته راګرځولو په اړه د ټرامپ له پرېکړې هرکلی کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، شفقت علي خان، وایی: «د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر د ملي امنیت ادارې د کار پیل ته مبارکي وویله او د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې یې له امریکا سره د همکاریو د دوام ژمنه تکرار کړه. هغه همداراز د افغانستان کې د امریکا د پاتې شویو نظامي تجهیزاتو د بېرته ترلاسه کولو په اړه د ولسمشر ترمپ له اعلان څخه قدرداني وکړه.»
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې څو ځله ټينګار کړی، چې له امریکا پاتې نظامي تجهیزات د دوی لپاره د جګړې غنیمت دی او هېڅکله به یې بېرته و نه سپاري. له دې وړاندې، د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې یا سیګار، په یوه راپور کې د پاتې شویو نظامي تجهیزاتو او وسلو مجموعي ارزښت، ۷.۱۲ میلیارده ډالره ښودلی و.
د سیاسي چارو کارپوه، واحد فقیري، وایي: «پاکستان غواړي چې د ټرامپ د څرګندونو او غوښتنو په اړه ځان یو همدرد او غمشریک وښيي او هڅه کوي چې ووایي، د دې وسلو له امله اندېښمن دي، حتا هند هم پدې اړه اندېښنه ښودلې ده. پاکستان غواړي، له ټرمپ سره د نږدېوالي له لارې پر طالبانو فشار راوړي، او هم د نړیوالو همدردي او ملاتړ ترلاسه کړي.»
په همدې حال کې، تر دې وړاندې د پخواني حکومت د پوځ وروستی لوی درستیز هیبتالله عليزی، ، آمو ته ویلي وو، چې د امریکايي نظامي تجهیزاتو شاوخوا ۳۰ سلنه د القاعدې په ګډون د نورو ډلو لاسونو ته پرېوتې دي.