له دوه میاشتو په کمه موده کې، لږ تر لږه د طالبانو لس تنه لوړپوړو چارواکو له افغانستانه، بهر ته سفرونه کړي دي.
په دې موده کې، د طالبانو د رییسالوزرا مرستیالانو، د کابینې شپږ غړو، د استخباراتو مشر، د افغانستان بانک سرپرست، او دوه نور طالب چارواکو؛ پنځو هېوادونو ته چې روسیه هم پکې شامله ده، سفرونه کړي دي. د دغو طالب چارواکو له ډلې، د شپږو کسانو نومونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تور لېست کې شامل دي. تازه عبدالغني برادر، د طالبانو د کابینې له څلورو غړو او د افغانستان بانک له سرپرست سره، ازبکستان ته تللی او لا هم په دغه هېواد کې په سفر بوخت دي.
د نوي میلادي کال له پیل راهیسې، د طالبانو د لوړپوړو نظامي او ملکي چارواکو بهرني سفرونه بېساري بلل شوي دي. په دې موده کې، متحده عربي اماراتو ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي، د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراجالدین حقاني، او د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق سفرونه کړې دي.
سربېره پر دې، قطر ته د رییسالوزرا د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر سفر، ، روسیې ته د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک د سرپرست نوراحمد آغا سفر، او جاپان ته د اقتصاد وزارت د مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري سفر د یادونې وړ دي.
له دوه میاشتو په کمه موده کې د طالب چارواکو بهرني سفرونه
۱۴۰۳کال د مرغومې ۱۷مه: اماراتو ته د امیرخان متقي سفر
۱۴۰۳کال د سلواغې ۲مه: اماراتو ته د سراج الدین حقاني او عبدالحق وثیق سفر
۱۴۰۳کال د سلواغې ۲۵مه: قطر ته د عبدالغني برادر سفر
۱۴۰۳کال د سلواغې ۲۸مه: جاپان ته د عبداللطیف نظري سفر
۱۴۰۳کال د کب اوله: روسیې ته د نوراحمد آغا سفر
د هېواد یو شمېر اوسېدونکي بیا وايي، چې طالبان په افغانستان کې د ښځو او انجونو حقوق تر پښو لاندې کوي، او هېوادونه باید د طالبانو له لوري د بشري حقونو سرغړونې له پامه ونه غورځوي.
د طالبانو له لسو لوړپوړو چارواکو څخه، چې په تېرو دوو میاشتو کې یې قطر، متحده عربي اماراتو، روسیې، سعوديعربستان، جاپان او ازبیکستان ته سفرونه کړي، د شپږو کسانو نومونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تور لېست کې شامل دي.
په دې کسانو کې، د رییسالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر، د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراجالدین حقاني، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي، د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هدایتالله بدري او د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان بانک سرپرست نوراحمد آغا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تور لېست کې شامل دي.
د ملګرو ملتونو په تور لېست کې د طالب چارواکو نومونه:
د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیالعبدالغنی برادر
په تور لېست کې د شاملېدو نېټه: د ۱۳۷۹ د کب ۵مه
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني
په تور لېست کې د شاملېدو نېټه: ۱۳۸۶ کال د وږې ۲۲مه
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي
په تور لېست کې د شاملېدو نېټه: د ۱۳۷۹ کال د سلواغې ۶مه
د طالبانو د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق
په تور لېست کې د شاملېدو نېټه: د ۱۳۷۹ کال د سلواغې ۱۲مه
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هدایت الله بدري
په تور لېست کې د شاملېدو نېټه: د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ ۲۹مه
د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان بانک سرپرست نوراحمد آغا
په تور لېست کې د شاملېدو نېټه: د ۱۳۹۰ کال د مرغومې ۱۶مه
د طالبانو د رییسالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر، ، د طالبانو د کابینې له څلورو غړو او د دوی تر واک لاندې د افغانستان بانک له سرپرست سره یوځای، د ازبکستان په سفر بوخت دي او د دغه هېواد له چارواکو سره د افغانستان د تېلو د کانونو د سپارلو او په بنسټیزو اقتصادي پروژو کې د ګډو پانګونو په اړه خبرې کوي. سربېره پر دې، یو شمېر سرچینو آمو تلویزیون ته ویلي چې سراج الدین حقاني، چې د طالبانو د کورنیو اختلافاتو او نارضایتۍ له امله له افغانستانه وتلی، تر اوسه افغانستان ته نه دی راستون شوی او دا مهال د کورنیو چارو وزارت چارې د دې وزارت د معین محمد نبي عمري لخوا اداره کېږي.