د کندز په کابل بانک کې د پروني ځانمرګي برید مسؤلیت داعش ډلې منلی دی. سیمهییزې سرچینې وایي چې دا برید پرون سه شنبې سهار، داسې مهال وشو چې د طالبانو یو شمېر غړي او ملکي وګړي د خپل معاش د اخیستلو لپاره د بانک مخې ته ولاړ ول.
په وروستیو دوه میاشتو کې، د طالبانو پر وړاندې دا دویم لوی وژونکی ځانمرګی برید دی چې داعش یې مسؤلیت مني او له بلې خوا په تېره یوه اوونۍ کې په کندز کې دا دویمه چاودنه ده.
په کندز کې د کابل بانک مخې ته له ځانمرګي برید یوازې څو ساعته وروسته، داعش ډلې د دې پيښې مسؤلیت پر غاړه واخیست. به دغه پېښه کې د سیمهییزو سرچینو د معلوماتو له مخې، ۲۵ کسان ووژل شول او ۳۵ تنه نور ټپيان شول. دغه سرچینې ټينګار کوي چې د دې پيښې ډېری وژل شوي کسان د طالبانو غړي دي، خو ملکي وګړي هم پکې وژل شوي او ټپيان شوې دي.
طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه پېښه المناکه بللې ده.
په دغه خبرپاڼه کې راغلي دي: «له الله تعالی څخه استدعا کوو چې زموږ هېواد د تل لپاره له داسې دردناکو پېښو څخه په خپله پناه کې وساتي.»
خو د پوځي چارو کارپوهان بیا ټینګار کوي چې د داعش خراسان څانګه نن د ځانمرګو بریدونو هغه جنګي تکتیک غوره کړی دی چې د دوی په باور، له دې وړاندې طالبانو دغه جنګي تکتیک د پخواني حکومت پر پوځیانو او دولتي کارکوونکو کاراوه. دغه پوځي کارپوهان د طالبانو له لوري پر کابل بانک د ځانمرګو بریدونو یادونه کوي.
بسمالله تابان، پوځي کارپوه، وایي: «په کندز کې پرونی برید، له تاکتیکي پلوه ډېر هغو بریدونو ته ورته والی لري، چې طالبانو په تېرو شلو کلونو کې په وار وار د افغانستان پر خلکو ترسره کړي دي. که څه هم داعش دا برید او ورته نور بریدونه د ورته تاکتیکونو په کارولو سره ترسره کړي او د پروني برید مسؤلیت یې منلی، خو په عمومي توګه دا تاکتیکونه او روزنې بېرته هماغو لارو ته ورګرځي، چې طالبانو رامنځته کړې دي. اوس همدا تکتیکونه بیا د افغانستان له خلکو قرباني اخلي او د طالبانو لپاره هم په افغانستا کې بلا ګرځېدلې ده.»
په تېرو دوه میاشتو کې د طالبانو پر وړاندې دا دویم مرګونی برید دی چې داعش ډله یې مسؤلیت پر غاړه اخلي، له دې وړاندې د داعش خراسان څانګې د روان لمریز کال په لیندي میاشت کې د هغه برید مسؤلیت هم ومانه، چې د طالبانو د کډوالو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني پکې ووژل شو.
له دې وړاندې د روان کال د وري میاشتې په دویمه په کندهار کې هم د کابل بانک مخې ته ورته ځانمرګۍ برید ترسره شو. ملګرو ملتونو د دې پيښې په اړه په خپل راپور کې ویلي و، چې یاد برید کې نږدې ۲۵ طالبان ووژل شول او تر ۴۵ ډېر کسان یې ټپیان شوي و. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په دې برید کې پنځه ملکي وګړي هم ټپیان شوي ول. د دغه برید مسوولیت هم داعش خراسان څانګې منلی و.
محمد رادمنش، د دفاع وزارت پخوانۍ ویاند، وایي: «دا ډول بریدونه، له هغو بریدونو سره ورته والی لري، چې طالبانو د جمهوریت پر مهال ترسره کول. نن افغانستان د ترهګریزو ډلو په مرکز بدل شوی چې فعالیتونه یې ښکاره دي.»
د کندز ښار یوازې په یوه اوونۍ کې دوه ځلې د چاودنو شاهد و. د تیرې اونۍ په سه شنبې ورځ، سرچینو لومړی د دې ولایت د طالبانو د امنیه قومندانۍ مخې ته د چاودنې خبر ورکړ.
له دې چاودنې څو ساعته وروسته، د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې په کندز کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ مخې ته د چاودنې مسؤلیت ومانه او ادعا یې وکړه چې په دې چاودنه کې د طالبانو درې غړي وژل شوي او یو کس ټپي شوی دی.
طالبانو د دې ادعا په اړه، کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.