افغانستان

مایک پمپیو: طالبانو سره په دوحه کې مذاکرات د ډونالډ ټرمپ غوښتنه وه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ وزیر مایک پمپیو وایي چې له طالبانو سره د دوحې مذاکرات د ډونالډ ټرمپ په غوښتنه او له سیمې د امریکايی پوځيانو د وتلو په موخه ترسره شوې.

نوموړي د «دوک» په نامه ناسته کې وویل چې امریکا دوه هوکړې لاسلیک کړې دي، چې لومړۍ یې له طالبانو سره مذاکراتو ته د افغانستان د پخواني حکومت اړ ایستل ول او دویمه هوکړه، دوه اړخیزې هوکړې ته د طالبانو پابندي او له افغانستانه د امریکايي پوځيانو د وتلو شرایط ذکر شوي ول.

د پمپیو په خبره، له طالبانو سره دواړه هوکړې د ډونالډ ټرمپ په غوښتنې او خوښې سره لاسلیک شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ د جوبایډن په مشرۍ له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل له شرم او ناورین ډکه وبلله او د وتلو په څرنګوالي یې په وار وار نیوکه وکړه.