نړۍ

ټرمپ د امریکا د نړیوال پرمختیايي ادارې یوازې ۳۰۰ کارکوونکي ساتي

د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، اداره غواړي د امریکا د نړیوال پرمختیايي ادارې فعالیتونه په پراخه کچه محدود کړي او له ۱۰ زره کارکوونکو څخه یوازې ۲۹۴ کسان وساتي.

د رویټرز د راپور له مخې، دا پرېکړه، چې د څلورو سرچینو له قوله شوې، د حکومت د پراخې بیا رغونې د طرحې یوه برخه ده.

دا اقدام، چې د مشهوره سوداګر او د ټرمپ نږدې متحد، ایلان ماسک، تر لارښوونې لاندې ترسره شوی، د ټرمپ د ادارې د بنسټیزو اصلاحاتو برخه بلل کېږي.

له ولسمشر کېدو راهیسې، ټرمپ د امریکا د نړیوال پرمختیايي ادارې د اساسي بدلون په هڅه کې و، هغه اداره چې په روغتیا، بشري مرستو او د فقر کمولو په برخو کې مهم رول لري.

د معتبره سرچینو د معلوماتو له مخې، د دې ادارې له پاتې کارکوونکو څخه به یوازې ۱۲ تنه په افریقا او ۸ تنه په آسیا کې کار ته دوام ورکړي.

د نړیوال پرمختیايي ادارې پخواني مشر، جی. برایان اتوود، چې دا اداره یې د شپږو کلونو لپاره اداره کړې، دا پرېکړه “غیرقابل قبول” بللې او ویلي یې دي: “د دومره زیات شمېر کارکوونکو اخراج، دا اداره چې تر اوسه یې د ملیونونو انسانانو ژوند ژغورلی، له منځه وړي.”

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه د هر ډول تبصرې کولو څخه ډډه کړې.

دا پراخ اخراجونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې نړیوال پرمختیايي ادارې له زیاتېدونکي سیاسي فشار سره مخ ده.

ټرمپ او ماسک، چې اوس مهال د نړۍ تر ټولو شتمن کس ګڼل کېږي، د دې ادارې کارکوونکي د فساد په تور تورن کړي، خو خپلواکه څېړنې دا ادعاوې بې‌اساسه بللې دي.

په وروستیو میاشتو کې لسګونه کارکوونکي له خپلو دندو تعلیق شوي او سلګونه قراردادیان له کاره ایستل شوي دي.

دا حالت د نړیوالو بشري مرستو، د قحطۍ د مخنیوي، د ناروغیو د کنټرول او د طبیعي افتونو ته د ځواب ویلو پروګرامونه له خطر سره مخ کړي.

د سې شنبې په ورځ، د ټرمپ ادارې اعلان وکړ چې ټول رسمي کارکوونکي به په جبري رخصتۍ ولېږل شي او زرګونه بهرني کارکوونکي به بېرته راوبلل شي.

مارکو روبیو، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، ویلي چې حکومت د ځینو پروګرامونو د معافیت پر ارزولو کار کوي.

خو د ادارې داخلي سرچینو خبرداری ورکړی چې ځینې حیاتي پروژې، لکه د ناروغیو د مخنیوي او د بشري مرستو پروګرامونه، لا دمخه زیانمن شوي دي.

د نړیوال پرمختیايي ادارې اجرایي شریکان، چې د فدرالي مالي مرستو پر مټ فعالیت کوي، له مالي ستونزو سره مخ شوي، ځکه چې دې ادارې خپل مهم قراردادونه ځنډولي دي.

دا اقدام د اوږدمهاله پلان یوه برخه ده، چې د نړیوال پرمختیايي ادارې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سره یوځای کړي.

ټرمپ، روبیو د نړیوال پرمختیايي ادارې د سرپرست مشر په توګه ټاکلی، ترڅو دا انتقال رهبري کړي.

خو لا هم روښانه نه ده چې حکومت کولی شي پرته له کانګرس څخه دا دواړه ادارې سره یوځای کړي او که نه.

نړیوال پرمختیايي ادارې د قانون له مخې تأسیس شوې او خپل بودیجه د کانګرس له تصویب څخه ترلاسه کوي.

د کانګرس د څېړنیز مرکز (CRS) د راپور له مخې، نړیوال پرمختیايي ادارې په ۲۰۲۳ کال کې له ۱۰ زرو څخه زیات کارکوونکي لرل، چې دوه‌ پر درېیمه یې د امریکا بهر فعالیت کاوه.

دغه اداره په همدې کال کې له ۴۰ میلیاردو ډالرو زیات بودیجه مدیریت کړې او ۱۳۰ هېوادونو ته یې مرسته رسولې ده.

د معتبره سرچینو په وینا، د پنجشنبې له ورځې راهیسې، ځینو کارکوونکو دندې پرېښودو ته خبرتیا ترلاسه کړې.

په ورته وخت کې، د نړیوال پرمختیايي ادارې ویب‌سایټ یوه اعلامیه خپره کړې، چې له مخې یې د جمعې د شپې له ۷ فبروري وروسته، ټول رسمي کارکوونکي، پرته له حیاتي دندو، لوړپوړو مشرانو او ځانګړو پروژو مدیرانو، اداري رخصتۍ ته استول کېږي.