په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو په د ویډیوګانو په لېږلو آمو ته ويلي، چې د دغه هېواد پولیس لا هم د افغان کډوالو د راټولولو، نېولو او بیا شړلو لړۍ ته دوام ورکوي.
دغه افغان کډوال وایي چې دا وضعیت د بشري حقونو ادارو او نړیوالو سازمانونو بېړني غبرګون ته اړتيا لري.
د دوی په وینا، د پاکستان پولیسو د پنجشنبې په ورځ (د سلواغه ۱۸مه) یو شمېر افغان کډوال د «کتریا مارکیټ» په ګډون د راولپینډۍ په بېلابېلو سیمو کې نېولي دي.
دوی زیاتوي چې دا اقدام د پاکستان پولیسو کور په کور ترسره کړی، چې د افغان کډوالو په اړه يې پراخې اندېښنې رامنځته کړي دي.
د بشري حقونو فعالان دا نېونې پر افغان کډوالو د فشار زیاتوالی بولي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د دې بحران د حل لپاره بېړني اقدامات وکړي.
دغه فعالان وایي چې د دې وضعیت دوام د کډوالو او پناه غوښتونکو له حقونو ښکاره سرغړونه ګڼل کېږي.