د طالبانو له خوا د خلکو د بدني مجازاتو په دوام، په کاپیسا او ارزګان ولایتونو کې د«غلا، له کوره د تېښتې او د تښتولو» په تور ۱۲ کسان په دورو ووهل شول، چې یوه ښځه هم پکې شامله ده.
د طالبانو تر واک لاندې سترې محکمې په دوو جلا خبرپاڼو کې ویلي، چې دوی هر یو کس ۳۰ دُرې وهلي او له اوو میاشتو څخه تر دوو کلونو پورې یې د بند سزا هم واورولې ده.
د طالبانو په وینا، دا کسان د طالبانو تر واک لاندې سترې محکمې له تایید وروسته په دُرو ووهل شول.
په یوه میاشت کې د طالبانو لخوا په درو د وهل شويو کسانو شمېر
د تېرې میاشتې له پیل راهیسې، طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې په بېلابېلو تورونو د يادو ١٢ کسانو په ګډون ۵۰ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
د طالبانو دا چلند د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو له جدي او سختو غبرګونونو سره مخ شوی دی. دغو نړیوالو سازمانونو له طالبانو غوښتنه کړې، چې په عام محضر کې د اشخاصو مجازات کول د سمدستي ودروي.