افغانستان

طالبان په دایکندي کې یو کس د «قرآنکریم د اعرابو د تحریف» په تور نېولی دی

د طالبانو امربالمعروف د محتسیبنو انځور

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبينو په دایکندي ولایت کې یو کس د «قرآنکریم د اعرابو د تحریف» په تور نېولی دی.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نېول شوی کس د میرامور ولسوالۍ د رباط سیمې اوسېدونکی دی پر هغه څه باندې چې طالبان يې جرم بولي، اعتراف کړی دی.

طالبانو د دې کس له خولې ویلي، چې د دې تحریف لارښوونه ورته له کابل څخه شوې وه.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې لا هم د دې قضیې په اړه پلټنې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د آمو د موندنو پربنسټ، د طالبانو د امر بالمعروف محتسبينو یوازې د روان هجري لمریز کال د ليندۍ میاشتې په ترڅ کې د ٦ښځو په ګډون ۴۴ کسان مختلفو ولایتونو کې په بېلابېلو تورونو نېولي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف محتسبينو دا کسان په تېره یوه میاشت کې د «اخلاقي فساد، قماربازۍ، جادوګرۍ، نامشروع اړیکو او له شریعت سره د مخالفو کړنو» په تور نېولي دي.

په ورته وخت کې، د هېواد یو شمېر وګړي وایي، چې طالبان د امر بالمعروف د قانون د تطبیق په پلمه د خلکو ټولې انساني ازادۍ او شخصي حریم تر پښو لاندې کوي.

د يادو شمېرو پر بنسټ، د تېرو ۳۰ ورځو په لړ کې، په قندهار، پکتیا، خوست، غزني، کابل، پروان او ننګرهار کې تر ټولو ډېر شمېر کسان نېول شوی دي.