افغانستان

په بدخشان کې د سرو زرو کان نړېدو له يو تن ژوند واخيست

په بدخشان ولایت کې د سرو زرو د کان د نړېدو له امله یو کارګر مړ شو.

په بدخشان کې د طالبانو د امنیه قومانداني وايي، چې دا پېښه د یاد ولایت د یفتل پایان ولسوالۍ په ګلستان کلي کې رامنځته شوې ده.

د طالبانو په وینا، په دې پېښه کې درې کسان د کنډوالو لاندې بند پاتې شول، چې په پایله کې یې یو کس مړ او دوه نور کارګران د ځایي خلکو په مرسته را ایستل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم په بدخشان کې غیر مسلکي کان کیندنې د کارګرانو ژوند اخیستی دی.