افغانستان

طالبانو په کندوز او فاریاب کې دوه ښځې او درې نارینه په دُرو ووهل

انځور له آرشیف څخه.

طالبانو په فاریاب او کندوز ولایتونو کې دوه ښځې او درې نارینه د «اخلاقي فساد، له کوره د تېښتې او د تښتولو» په تور په دُرو وهلي دي.

د طالبانو تر واک لاندې سترې محکمې په دوو جلا خبرپاڼو کې ويلي چې دوی هر یو کس په ۳۹ دورو او له يوه تر دوو کالونو بند محکوم کړی دی.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا کسان د طالبانو تر واک لاندې سترې محکمې له تایید وروسته په دُرو وهل شوي دي.

د دې خبرپاڼې له مخې، په فاریاب ولایت کې د درېیو کسانو د بدني سزا ورکولو پرمهال، د طالبانو سیمه ییز قضايي چارواکي، د هغوی د سیمه ییزو ادارو چارواکي، د طالبانو تر مدیریت لاندې د ملکي او نظامي څانګو کارمندان او همدارنګه ځایي اوسیدونکي حضور درلود.

په تېره يوه میاشت کې په درو وهل شويو کسانو شمېر

د تېرې میاشتې له پیل راهیسې، طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې د ياد پنځو کسانو په ګډون ۳۸ تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي دي، چې ۹ یې ښځې دي.

د طالبانو دا چلند د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو له جدي او سختو غبرګونونو سره مخ شوی دی. دغو نړیوالو سازمانونو په کراتو له طالبانو غوښتنه کړې چې په عام محضر کې د اشخاصو مجازات کول سمدستي ودروي.