د کډوالو دوو سرچینو او دوو فعالانو تایید کړې چې یوه ۲۴ کلن افغان چې په کاناډا کې د بیا مېشتېدنې په تمه و په اسلام آباد کې ځان وژنه کړې ده.
د کډوالو په وینا، دا پېښه تېره شپه د اسلام آباد په پیښور مور کې رامنځته شوه.
سرچینو د دې کس نوم «زمری» يادوي او وايي چې هغه د دوشنبې په شپه د پېښور په مور سیمه کې په یوه میلمستون کې ځړول شوی وموندل شو.
د ځايي سرچینو په وینا، په کاناډا کې د بیا مېشتېدنې لپاره د هغه غوښتنلیک په وروستیو پړاونو کې و، خو د قضیې د بیاکتنې په پروسه کې ځنډ احتمالاً د هغه مایوسي زیاته کړې وه.
د افغان ښځو د آزادۍ څراغ غورځنګ غړو حسینه سروري او سارا لطیفي هم دا پېښه تایید کړې او ویل يې دي، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت مخ په خرابېدو دی.
د دوی په وینا، د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارو تړل، د کډوالو د نېولو زیاتوالی، او د ویزو د تمديد لوړ لګښت د کډوالو ژوند ستونزمن کړى دى.
د کډوالو د حقونو یوه فعال وايي: «د افغان کډوالو تر ټولو لویه اندېښنه د دوی د کډوالۍ په قضیو کې ناڅرګند ځنډونه ده. ډېر يې له کلونه راهيسې انتظار باسي او د خپل راتلونکي په اړه هیڅ نه پوهېږي.»
د بشري حقونو ډلو خبرداری ورکړی چې د قضیو اوږدمهاله پروسس، د ډلييز شړلو په ګډون د افغان کډوالو په وړاندې د پاکستان د سختو پالیسیو سره یوځای زرګونه خلک په سختو ستونزو کې اچولي دي.
د بشري حقونو سازمانونو او د کډوالو مدافعینو په ګډون نړیوالو ادارو د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېسيون او لوېدیځو حکومتونو څخه غوښتنه کړې چې د بیا مېشتېدنې پروسه ګړندۍ کړي.
سره له دې چې د متحده ایالاتو، کاناډا او اروپايي هېوادونو له خوا د افغان کډوالو سره د دوی د ژمنې په اړه په مکرر ډول ډاډ ورکړل شوی؛ خو بیوروکراټیک خنډونه لاهم پناه غوښتونکي مایوسه او ناهيلې کړې.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې، د ټرمپ ادارې واک ته د هغه له رسېدو وروسته، له هیواد څخه متحده ایالاتو ته د کډوالو د لېږدولو پروسه لږترلږه د درېیو میاشتو لپاره ودرول شوه.