د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر له مرستیالې آمنه بلوچ سره د سیمې د تحولاتو، په ځانګړي ډول د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې وکړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه خبرې د «اقتصادي همکاریو سازمان – اکو» د بهرنیو چارو د وزیرانو د مرستیالانو په ناسته کې د ګډون په موخه ایران ته د آمنه بلوچ د سفر پر مهال شوې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د «ګډو اندېښنو، لکه د سرحدي امنیت، د نشهيي توکو د قاچاق، او غیرقانوني کډوالي» هم د دوى تر منځ د خبرو موضوعات وو.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د افغانستان د وضعیت تر څنګ، د غزې، سوریې، او لبنان د حالاتو په اړه هم بحث شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې ایران او پاکستان د افغانستان له لوري د ترهګرۍ، د نشهيي توکو د قاچاق، او د غیرقانوني کډوالۍ د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې ده.
تر دې مخکې، عباس عراقچي کابل ته هم سفر کړی و، او د طالبانو له چارواکو سره یې د ایران د اندېښنو او له دې ډلې سره د اړیکو د څرنګوالي په اړه خبرې کړې وې.