یوې سرچینه آمو ته ويلي، چې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراجالدین حقاني، له ۱۳ ورځو راهیسې لا هم د متحده عربي اماراتو له سفره نه دی راستون شوى؛ خو بله سرچینه ټینګار کوي چې دی ښایي د عمرې د مراسمو لپاره سعودي ته هم تللی وي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو اونیو کې د طالبانو د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو د راپورته کېدو راپورونه ډېر شوي، هغه اختلافات چې د پر هيبت الله آخندزاده د طالبانو د بهرنیو چارو د سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي، د علني نيوکو له امله لا زیات ښکاره شوي دي.
اوس مهال طالبان د داخلي اختلافاتو او نړیوالو فشارونو ترمنځ راګیر دي، داسې ښکاري چې دا ورځې د دوی لپاره برخلیک ټاکونکې دي.
ولې متحده عربي امارات د حقاني شبکې لپاره مهم دی؟
يو خبریال جیلاني ځواک وايي:
«زه فکر نه کوم چې دا سفر د افغانستان او اماراتو د اړیکو لپاره وي، بلکې دا د افغانستان او امریکا د اړیکو او تر دې هم مهم، د حقاني شبکې او امریکا د اړیکو په اړه دی. متحده عربي امارات د طالبانو او امریکا ترمنځ د منځګړي هېواد رول لري.»
په کابل کې هم طالبانو ظاهراً د شدیدو داخلي اختلافاتو اونۍ تېره کړې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، شیر محمد عباس ستانکزي، د هبتالله اخندزاده پر ضد پرلهپسې انتقادونه کړي، چې د دې اختلافاتو ریښې یې لا ژورې کړې دي.
ځینې سرچینې وایي، د دې اختلافاتو د لړۍ یوه برخه د عبدالکبیر له سیاسي معاونیت څخه د کډوالو وزارت ته د تبدیلېدو موضوع ته هم ورګرځي.
د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو چارو وزارت له رسمي حسابه خپاره شوي انځورونه ښيي چې عبدالکبیر د یکشنبه( د سلواغه ۱۴ مه) د سپیدار ماڼۍ (د سیاسي معاونیت دفتر) کې لیدنې ترسره کړي، دا په داسې حال کې ده چې دی ۲۵ ورځې وړاندې د طالبانو د مشر له لوري د کډوالو چارو وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو، خو تر اوسه یې د کډوالو چارو وزارت په دفتر کې د حضور هیڅ انځور نه دی خپور شوی.
په همدې حال کې، د طالبانو د رٸيس الوزراء د سياسي معاونيت برخلیک لا هم روښانه نه دی. هغه انځور چې خپاره شوي د طالبانو د سیاسي مرستیال رٸيس الوزرآ مرستيال د دفتر د مشر وروستۍ غونډه ښیي؛ خو دا څرګنده نه ده چې غونډه چیرته ترسره شوې ده.
د سرچینو په وینا، اوس طالبان له یوې خوا له داخلي اختلافاتو سره مخ دي او له بلې خوا سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ له راستنېدو سره له جدي نړیوالو فشارونه هم مخ دي.
د ټرمپ د نوې ادارې سربېره، د جرمونو نړیوالې محکمې هم د خپل یو لوړ پوړي څارنوال څخه غوښتنه ترلاسه کړې چې پکې د طالبانو د مشر او د هغوی د سترې محکمې د مشر د نېولو غوښتنه شوې ده.