افغانستان

واشنګټن پوسټ: له اوو مياشتو راهيسې د واخان سړک جوړلو لپاره هیڅ کار نه دى شوى

په بدخشان کې د واخان دسړک انځور

واشنګټن پوسټ راپور ورکړی، چې د سپوږمکۍ لخوا اخيستل شوي انځورونه ښیي چې د واخان د سړک، چې د «واخان سوداګریز دهلیز» په نوم پېژندل کیږي، د تېر کال د اګست راهیسې «هیڅ ساختماني کار» نه دی شوی.

ورځپاڼه وايي چې د سپوږمکۍ دغه انځورونه د مکسار په نوم د عکس اخیستنې سوداګریز شرکت لخوا اخیستل شوي دي.

په راپور کې راغلي چې که څه هم له هغه وخت راهیسې چې طالبانو پر هېواد واک ترلاسه کړى دى چينايي شرکتونو په افغانستان کې د نادره کانونو د کېدنو لپاره ګڼ شمېر معاملې کړې دي؛ خو د طالبانو د دې ادعاوو سره سره چې دا شرکتونه د واخان دهلیز له لارې د سوداګرۍ اسانتیا ته لېوالتیا لري، بیجینګ تر اوسه پورې په افغانستان کې د لویو زېربنایي پروژو له ترسره کولو څخه ډډه کړې ده.

واشنګټن پوسټ همداراز ویلي چې که چیرې دا سړک، چې د واخان دهلیز په نوم پېژندل کیږي، بشپړ شي، نو د پاکستان له لارې به تېر شي او د منځنۍ آسیا او چین ترمنځ به د سفر وخت د پام وړ راکم کړي.

د ورځپاڼې په وینا، دا سوداګریز دهلیز د نادره ځمکنيو منرالونو او نورو سرچینو لکه لیتیم، کوبالټ او سرو زرو کې د سوداګرۍ د ودې وړتیا لري.

په راپور کې راغلي چې د دې لویې لارې تقويت کوونکو په نظر افغانستان هغه مرکزي ځای ته بېرته ستنیږي چې کلونه وړاندې یې د ورېښمو د لارې پرمهال درلود؛ ځکه چې چین د دې لارې چې د ځمکې او سمندري لارو د بین البراعظمي شبکې سره د عصري نسخې د جوړولو پلانونو پرمخ وړلو په حال کې دى.

د ورځپاڼې په وینا، ددې ټولو سربېره، بیجینګ اوس مهال د مختلفو دلایلو له امله په افغانستان کې د لویو زېربنایي پروژو پلي کولو ته لېوالتیا نلري.

واشنګټن پوسټ زیاتوي چې دا لاره به د دوامداره پلونو جوړولو او د سیندونو د لارو له منځه وړلو ته اړتیا ولري چې په زياتو اوبو کې د لاسرسي وړ نه وي.