افغانستان

۱۴١ تنه افغانان د پاکستان له زندانونو څخه خوشې شول

د پاکستان له زندانونو د خوشې شویو افغانانو انځور

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو چارو وزارت وايي چې ۱۴۱ افغان اتباع پرون (شنبه، د سلواغه ۱۳مه) د پاکستان له زندانونو څخه خوشې او هېواد ته راستانه شول.

د طالبانو تر واک لاندې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا کسان د پاکستاني پولیسو لخوا د «قانوني استوګنې اسنادو د نشتوالي» له امله نېول شوي او بندیان شوي دي.

د طالبانو په وینا، د پاکستان له زندانونو څخه خوشې شویو اتباعو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

طالبان زیاتوي چې دغو کسانو د پاکستان په زندانونو کې له ۲ څخه تر ۱۵ ورځو پورې وخت تېر کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې ۹۱ افغانان د پاکستان له زندانونو څخه خوشې او هېواد ته راستانه شول.

په روانه میاشت کې د پاکستان له زندانونو څخه د خوشې شویو افغانانو احصایې

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو چارو وزارت لخوا د خپرو شویو راپورونو څخه د آمو لخوا راټول شويو احصایو پر بنسټ، د روانې میاشتې له پیل راهیسې د پاکستان له زندانونو څخه د دې اشخاصو په ګډون ٣٢٠ افغان اتباع خوشې شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

په ورته وخت کې، په پاکستان او ایران کې یو شمېر افغان کډوال هم په دې دواړو هېوادونو کې د پولیسو د «ناسم او بد چلند» څخه شکایت کوي.

د یادونې وړ ده، چې پاکستان له یو کال څخه زیات وخت راهیسې د هېواد د کډوالو د جبري ایستلو او توقیف پروسې ته دوام ورکوي او ایران هم سږ کال دا پروسه ګړندۍ کړې ده.