د امریکا د پراخو مرستو له ځنډولو وروسته، د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (يو اېس اى آى ډي) ویب پاڼه، چې د افغانستان لپاره د امریکا ترټولو لویه مرستندویه اداره ګڼل کیږي،وتړل شوه.
د اسوشېټېډ پرېس د راپور له مخې، د دې امریکایي ادارې زرګونه کارکوونکي له دندو ګوښه شوي او د دوی یو شمېر بشري پروګرامونه ځنډول شوي دي.
د امريكا د ولسمشر د اجرائیوي فرمان له مخې په ميلیاردونو ډالر په ارزښت دغه هېواد د بشري، پرمختیایي او امنیتي مرستو کمولو دوه اونۍ وروسته، د امريكا د نړيوالې پراختيا ادارې په وړاندې د ټرمپ د حکومت د لا سختو اقداماتو په اړه اندېښنې زیاتې شوې.
دغه ورځپاڼې ویلي چې د ټرمپ ادارې چارواکو د شنبې په ورځ چې د قانون جوړونکو او نورو لخوا د هغو اندېښنو په اړه وپوښتل شول چې ولسمشر ممکن د دغې ادارې جلا حیثیت پای ته رسولو پلان ولري، تبصره ونه کړه.
د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا اداره
د یادونې وړ ده چې د امریکا پخواني ولسمشر جان اېف کینیډي دا سازمان د سړې جګړې په اوج کې د پخواني شوروي اتحاد د نفوذ د مخنیوي لپاره جوړ کړ. دا اداره اوس د چین د مخ په زیاتېدونکي نفوذ په وړاندې د متحده ایالاتو د ننګونو په مرکز کې ده؛ یو هیواد چې د «کمربند او سړک» بهرنۍ مرستې پروګرام لري.
د راپور له مخې، د يادې ادارې کارکوونکو د جمعې او شنبې په ورځ د چټ ګروپونو کې د دې ادارې د برخلیک په اړه څارنه وکړه، او د دې په اړه تازه معلومات یې غوښتل چې ایا د ادارې بیرغ او نښان لاهم په واشنګټن کې د دې ادارې د مرکزي دفتر څخه بهر ځړیږي یا نه.
دا په داسې حال کې ده چې د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې د ډېرو کلونو راهیسې د افغانستان په ګډون د نړۍ ډېرو بې وزلو هېوادونو ته په اوسط ډول هر کال ۴۳۰ ميلیون ډالر مرسته کړې ده.