افغانستان

سرچینې: طالبانو په بامیان کې د تصاعد ښوونځی بند کړ

د بامیان ولایت سیمه ییزې سرچینې وايي چې طالبانو پرون (شنبه، د سلواغه ۱۳مه) په دې ولایت کې د تصاعد ښوونځی تړلى دى.

دا سرچینې زیاتوي چې دا ښوونځی د دې ولایت یتیمانو او بې وزلو کسانو ته د ښوونيزو خدمتونو وړاندې کولو په موخه جوړ شوی و.

د دې سرچینو په وینا، د طالبانو غړو د ياد ښوونځي کارکوونکي، ښوونکي او زده کونکي «ځورولي، وهلي او رټلي دي» او د دوی ګرځنده ټلېفونونه یې ترې اخیستي دي.

سرچینې زیاتوي چې طالبان څو ورځې وړاندې دغه ښوونځي ته ننوتل او د هغه کارمندانو او ښوونکو ته یې امر وکړ چې له ښوونځي ووځي. خو په پای کې، دوی د شنبې په ورځ د هغې دروازې وتړلې.

دغو سرچینو زیاته کړه، چې طالبانو د ښوونځي ځینې وسایل مات کړل او پاتې یې له دروازې څخه بهر وغورځول او همدارنګه یې د تولګيو دروازې يې مهر و لاک کړې دي.

سرچینو د طالبانو د دې اقدام دلیل یوه حقوقي قضیه یاد کړې ده؛ خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.