طالبانو د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش د نوي راپور په غبرګون کې ویلي، چې ترهګرې ډلې په هیواد کې حضور نلري.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت په یوه غږيز کليپ کې دا راپور رد کړ، او ویې ویل چې په افغانستان کې د «داعش ګواښ» یو «کمپاین او مبالغه» ده او دا ډله د دوی له خوا ځپل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو وزارت باندې د داعش خراسان ډلې په وروستي برید کې، د دوی ټاکل شوی وزیر خلیل الرحمن حقاني له درېیو نورو کسانو سره ووژل شو.
د سيګار راپور
سیګار په خپل شپږشپېتم درې میاشتني راپور کې د امریکا کانګرېس ته وویل چې «ترهګریزې» ډلې په افغانستان کې فعالیت ته دوام ورکوي او داعش خراسان د دغه هېواد او سیمه يیز ثبات لپاره «د پام وړ ګواښ» دی.
په راپور کې راغلي چې افغانستان د «ترهګرو لپاره پر خوندي پټنځای» د بدلېدو په اړه اندېښنې لاهم پاتې دي، او که طالبان د اسلام په اړه د «ترهګرو» ډلو د نظرونو او پوهاوي پر ضد حرکت وکړي، نو د دې ډلې په ګډون د داعش خراسان لکه د القاعده شبکې او پاکستاني طالبان سره د افغان طالبانو پر وړاندې د ټي ټي پي سره یوځای شي.
د دغه راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې راهیسې د داعش خراسان په بریدونو کې د خلیل الرحمن حقاني په ګډون ۸ طالب چارواکي وژل شوي دي.
له بلې خوا، راپور وايي: «طالبان د القاعدې سره همکارۍ ته دوام ورکوي او د هغې غړو ته خوندي پټنځایونه ورکوي.»
د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا ځانګړی مفتش وايي چې القاعده په ستراتیژیک ډول صبرناکه ده او په افغانستان کې د نورو ترهګرو ډلو سره همکارۍ او له طالبانو سره خپلو دوامداره اړیکو ته لومړیتوب ورکوي.
په راپور کې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارنې ټیم د راپور په حواله ويل شوي چې د القاعدې شبکې ۱۲ لوړ پوړي مشران اوس هم په افغانستان کې شته او د دې ډلې فعالیتونو ته دوام ورکوي.
د ياد راپور په یوه برخه کې راغلي چې افغان طالبان د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ملاتړ کوي، او دا مهال د دې ډلې له ۶زره څخه تر ۶زره ۵۰۰ پورې جنګیالي شتون لري، چې په عمده توګه د افغانستان په ختیځ کې دي.