افغانستان

ډونلډ ټرمپ: د بګرام هوايي اډه اوس د چين په واک کې ده

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا ټینګار کړی چې که هغه په ​​واک کې وای، نو د بګرام هوايي اډه به یې ساتلې وای او ویلي یې دي چې دا ستراتیژیکه افغان هوايي اډه اوس د چین په واک کې ده.

هغه په سپینه ماڼۍ کې د نویو فرمانونو د لاسلیک پر مهال، د بګرام هوايي ډګر «په نړۍ کې یو له لویو هوايي اډو څخه» وباله.

د امریکا ولسمشر وايي: «افغانستان ته وګورئ، څومره شرموونکي وو. زه فکر کوم چې په رښتیا هم د روسیې او اوکراین ستونزې مګر د افغانستان سره تړاو لري. روسیې پر اوکراین خپل یرغل هغه وخت پیل کړ کله چې پوتین ورته وکتل او ولیدل چې څومره په بې کفایتۍ سره اداره شوی دی. زه روان وم، خو غوښتل مې چې بګرام ونیسم. اوس د بګرام ډګر د چين په واک کې دى. ما غوښتل چې د نړۍ یو له لویو هوايي اډو څخه چې دوی پریښودل، وساتم.»

ښاغلي ټرمپ همدارنګه ټینګار کړی چې که هغه په ​​واک کې وای، نو له افغانستان څخه به يې امریکایي ځواکونه ويستلى وى؛ خو «د چین له امله» به يې بګرام ساتلى وى.

د هغه په ​​وینا، د بګرام ستراتیژیک هوايي اډه د هغه ځای څخه چې چین پکې خپلې اټومي وسلې جوړوي، یو ساعت لرې دی.

دا په متحده ایالاتوکې د ډونلډ ټرمپ د ولسمشريزو د کمپاینونو له پیل سپینې ماڼۍ ته د هغه تر راستنېدو پورې څويم ځل دی چې هغه د جو بایډن په مشرۍ د دغه هېواد د ځواکونو وتلو په طریقه نيوکه کوي او په افغانستان کې د دغه هېواد د ځواکونو وتلو سربېره د بګرام هوایي ډګر په ساتنه ټینګار کوي؛ خو تر اوسه يې د افغانستان په اړه روښانه تګلاره نه ده اعلان کړې.

ښاغلي ټرمپ په دې وروستیو يو لړ کې اجراٸیوي فرمانونه هم لاسلیک کړي دي چې له مخې یې له افغانستان سره د دې هېواد ډېرې مرستې ځنډول شوي دي.