د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، وايي چې د دوی تر ادارې لاندې د مالیې وزارت «ډاډ» ورکړی، چې د روان هجري لمریز کال د سلواغې میاشتې په جریان کې به د ټولو دولتي ادارو کارکوونکو ته معاشونه ورکړل شي.
د هغه په وینا، دا مهال شاوخوا ۱ میلیونه او ۴۰ زره کسان د طالبانو تر ادارې لاندې دولتي ادارو کې کار کوي.
د طالبان وياند وايي: «د افغانستان بودیجه داخلي بنسټ لري او د بهرنیو مرستو پر راتګ یا نه راتګ پورې تړاو نه لري، نو څوک دې په دې اړه اندېښنه نه لري.»
دا په داسې حال کې ده، چې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې طالبانو د دولتي کارکوونکو معاشونه نه دي ورکړي.
تر دې وړاندې یو شمېر دولتي کارکوونکو ویلي، چې د امریکا له لوري د مالي مرستو له بندېدو وروسته، طالبانو د دوی معاشونه نه دي ورکړي، چې له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د امریکا ولسمشر
ډونلډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته تر ستنېدو وروسته اجرائیوي فرمانونه لاسلیک کړل، چې له مخې یې د امریکا زیاتره بهرنۍ مالي او پراختیایي مرستې ودرول شوې.
خو تازه، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د «ژوند ژغورونکي بشري مرستې» یې مستثنا کړې دي.
د دې معافیت پر بنسټ، موجود بشري پروګرامونه چې لاندې برخې شاملوي، خپل فعالیت ته دوام ورکولی شي:
• د اړينو درملو او روغتيايي چوپړتياوو برابرول
• د خوراکي توکو او سرپناه مرستې
• نورې معیشتي مرستې او اړونده اداري لګښتونه
پدې معنا، چې د بشري مرستو سازمانونه کولای شي خپلې چارې یوازې د پورته ذکر شویو برخو په چوکاټ کې بېرته پیل کړي.